جلالتمآب ډاکټر مصطفی مستور، د اقتصاد وزیر

ښاغلی ډاکټر مصطفی مستور په ۱۳۴۷ لمریز لیږدیز کال کې د کابل په ده افغانان سیمه کې پیدا شوی. خپلي زده کړې یې د شیر شاه سوري او عمر شهید په لېسو کې په مخ وړي او په کال ۱۳۶۶ کې له حربي ښوونځي څخه په عالي درجه فارغ شوی دی. وروسته د کابل طبي انستیتیوت ته شامل ، او په ۱۳۷۱ کال کې یې د فراغت سند تر لاسه کړ. نوموړی په کال ۱۳۸۲ کې د پاکستان د پریستون له پوهنتونه د ادارې او مدیریت په څانګه کې ماسټري تر لاسه کړه. د دې سند سربیره ډیر د اعتبار وړ سندونه د صحي سیسټم د ودي ، د عامه مالي چارو اداره، عامه اړیکو، د منازعې څخه وروسته هیوادونو کې اداري اصلاحاتو او د پروژې په اقتصادي تحلیل کې له معتبرو مراجعو لکه: جهاني بانک ، د یونیسف نړیوال وجهي صندوق او اروپا کمیسیون څخه په لاس راوړي.

ډاکټر مستور د هیواد په اداري چارو کې له دندي مخکې ( له ۱۳۷۲-۱۳۸۰پوري) په روغتونونو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو ، له ډلي یې د سویډن کمیټې سره د طب ډاکټر او برنامو د مسؤول په توګه په افغانستان او پاکستان کې دنده سرته رسولې ده. ډیر....

داوطلبۍ يا مزايده