نورستان ولایت ته د پراختیایې پروژو د لیدني او پرانستې او د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د بررسۍ په موخه د هیواد د اقتصاد وزیر جلالتمأب ډاکټر مصطفی مستور رسمي سفر

نورستان ولایت ته د پراختیایې پروژو د لیدني او پرانستې او د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د بررسۍ په موخه د هیواد د اقتصاد وزیر جلالتمأب ډاکټر مصطفی مستور رسمي سفر

دهیواد د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور د یو پلاوې په ملتیا د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ د پراختیایې پروژو د پرانیستو او لېدنې ، د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د بررسۍ په موخه نورستان ولایت ولاړ.

پدې سفر کې د نورستان والي ښاغلی حافظ عبدالقیوم ، د هیواد د اقتصاد وزیر ملتیا کوله .

نورستان ولایت د هیواد یو له شمال ختیځو ولایتونو څخه دی چې یوه غرنۍ سیمه ده او حوارې سیمې ډیري کمي لري.

مساحت یې ۹۲۶۷ کیلومتره مربع او نفوس یې ۱۵۰۰۰۰ تنه ښودل شوی دی. دا ولایت د مرکز په ګډون ۸ اته اداري واحدونه ( پارون ، واما، کامدېش ، برګمټال ، دواب، نورګرام ، وانټ وایګل او مندول) لري. د نورستان د خلکو اصلي ژبه نورستاني او  ۱۵٪ خلک یې په پشه اي خبري کوي. اداري ژبه یې پشتو او مرکز یي پارون سیمه ده.

نورستان ولایت په شمال کي له بدخشنا ، ختیځ کې له چترال او د پاکستان له کشمیر سېمي ، جنوب له کې له کنړ او په لوېدیځ کې له پنجشېر ، کاپیسا او لغمان سره ګډه پوله لري.

نورستان ملایم اقلیم لري، هر کال له ۶۰۰ تر ۸۰۰ ملي متره اورښت لري . شمالي سیمي یی په ژمي کې ډیري سړې او د تودوخې درجه یې تر منفي لس رسیږي.

ډیری سیمې یې ځنګلي دي او کرهنیزي سیمي کمي لري. د دې ولایت ځنګلونه د ځنغوزو ، چارمغز ، ارچې، بلوط ، شیشم ، ګل بېد ، چنار او نیمه چنار او نورو ونو در لودونکې دي .

تر اوسه کومه فابریکه د سوداګرۍ او کار موندنې لپاره نده جوړه شوې ، د ولایت چارواکې یې وایې چې د نورستان سیمه او اب وهوا د فابریکاتو د جوړښت او صنعت لپاره کاملأ مساعده ده .

مهمي لاسته راوړنې:  

 ۱- د اقتصاد جلالتمأب وزیر ، نورستان له والي حافظ عبدالقیوم سره د ولایتې پراختیا میاشتنۍ ناستې مشري وکړه ، پدې ناسته کې د سکټوري ادارو ، خصوصي سکټور او مدني ټولنو تر څنګ ، د اجرائیه ریاست سلاکار ښاغلی مولوي شفیع الله ، ولایت مرستیال ښاغلی محمد هاشم فیضي ، ولایتې شورای ریس سعیدالله او د پراختیایې کمېټې نورو غړو ګډون کړی وو. د ولایتي شورای ټولو غړو د هیواد اقتصاد وزیر له راتګ نه مننه وکړه ، او په بنسټیزو برخو کې چې د دې ولایت اړینه اړتیا ده ، د پاملرنې غوښتنه وکړه . د هغه ولایت والي حافظ عبدالقیوم وویل: د پانګونې اندازه او د ملي وحدت حکومت پاملرنه په دریو تېرو کلونو کې ډېره کمه وه او هیڅ ډول پراختیا پدې ولایت کې نده شوې . د سړک نه شتون د اقتصادي وروسته پاته کېدو او د فقر د کچې لوړېدو لوی لامل ده.

وروسته د هیواد اقتصاد وزیر د هغه ولایت د پراختیایې پروژو په پیل ، د ولایتي پراختیایې پلان په جوړيدا او اقتصادي ظرفیتونو په مفصل ډول خبرې وکړې.

په پای کې اقتصاد وزیر، د نورستان ولایت اقتصاد ریس ته دنده وسپارله چې یو ټولیز پراختیایې پلان د هغه ولایت د ظرفیتونو او مؤلد افغانستان د طرحې په نظر کې نیولو او د اړونده بنسټونو په همکارۍ سره جوړ کړي ترڅو د پراختیایې پروژو تطبیق ، د عامه ارامۍ د ودي او فقر کموالې په موخه ، پراختیایې توازن او ټولنیز عدالت تأمین شي.

۲- د هیواد د اقتصاد جلالتمأب وزیر ، د نورستان له مشرانو سره خبري وکړې . او د هغوۍ ستونزو او وړاندیزونو ته یې غوږ کېښود .

د اقتصاد وزیر ښاغلي مستور ژمنه وکړه چې د خپل توان په اندازه به ددغه ولایت د ستونزو په له منځه وړلو کې زیار وباسي.

۳- د نورستان ولایت د اقتصاد ریاست د ودانۍ پرانیستل.

۴- د نورستان ولایت د احصایې آمریت  ودانۍ پرانیستل .

۵- د نورستان ولایتي روغتون د ودانۍ د پروژې څارنه .

۶- د ولایت مقام د نوې ودانۍ د پروژې څارنه. 

 ۷- د نورستان ولایت د مقام میلمستون د ودانۍ د پروژې څارنه .

۸-  د نورستان ولایت د څارنوالۍ د ودانۍ د پروژې څارنه .

۹-  د نورستان ولایت د ولایتي شورای د ودانۍ د پروژې څارنه.

۱۰- نورستان ولایت د کرهني ریاست له ودانۍ لیدنه ، او په خوندیتون (ګدام) کې د ولایت د اړتیا وړ لومړنیو توکو بررسي .

۱۱- نورستان ولایت د ښاري مېثاق له دفتر نه لیدنه .

۱۲- امنیتي مرکزونو ( پوستو) څخه لیدنه  ( لومړی نمبر پوستې او دوهم نمبر پوستې له ودانیو څخه لیدنه) .

نورستان ولایت عمده ستونزې:     

      ۱- د ولایت عمومي سړک او د نورستان ولایت د ولسوالیو ترمنځ  د سړک نه شتون.

۲- د خام سړک په خاطر د لارې لرېوالی د کابل او نورستان څنګلورو ولایتونو تر منځ.

۳- فقر او د اقتصادي فرصتونو کمښت.

۴- د پوهني او روغتیا په برخه کې ستونزې .

۵- نا متوازنه پراختیا ( په مرکزي سیمو ډیر تمرکز او لیري ولسوالیو ته نه پاملرنه) .

۶- د سوداګرۍ او کار موندنې په موخه کومه فابریکه نده جوړه شوې.

۷- د ابیارۍ  د معیاري سیستم نه شتون .

۸- د دې ولایت لپاره د پراختیایې بودجې کمښت (د نوستان بودجه د لوګر ولایت د بودجې یو پر دریمه حصه ده) .

۹- نورستان ولایت صرف یو وکیل لري ، چې داخپله د توازن نه شتون ښیي.

۱۰- د تدارکاتو د پروسې اوږدوالی ، چې بودجه په خپل وخت نورستان ته نه رسېږي ، او پروژې ځنډول کېږي او په پای کې ایستل کېږي.

فرصتونه:

۱- ښکلی طبیعت چې کولای شي ګرځندویان دې ولایت ته را ښکېل کړي .

۲- ډېري او سرشاره د اوبو سرچينې ( ۹ سیندي حوزې د ۳ تر ۵ زره میګاواټه برېښنا د ظرفیت په تولید سره ، د کبانو روزل او د څښاک اوبو تولید )

۳- طبیعي سرچینې ( زمرد ، الماس ، طلا، لاجورد ، یاقوت، یورانیم ، د تیږو سکاره، مرمر او نوري ګرانه تیږي)

۴- پدې ولایت کې ډېری طبي بوټي شتون لري.

۵- سرشاره ځنګلونه ( ارچه ، ناجو ، بلوط ، شیشم ، ګل بېد، چنار نیمه چنار او نور) .

۶- وچه مېوه ( ځنغوزي ، چارمغز) .

۷- لبنیات ( شیدې ، پنیر ، مستې ، کوچ، کورت ، پېروی ).

۸ - د لاسي صنایعو او فرنېچرو تولید .

 تعقیب:

۱- د نورستان ولایت د اقتصاد له ریاست سره د سړکونو او مواصلاتي لارو په اړه د معلوماتو د را ټولولو تعقیب.

۲- د ټولګټو وزارت سره د پلان شویو سړکونو د کار د پرمختګ تعقیب.

۳- د کابینې او وزیرانو شورا ته ، د یاد سفر د راپور وړاندې کول.