د افغانستان د اوږد مهاله پراختیا (A-SDGs)

د افغانستان د اوږد مهاله پراختیا موخي (A-SDGs)

 

 په ۲۰۱۵ کال کي د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو رهبران د راتلونکو ستونزو لکه قحطي، وچکالي ، جنګونه، آفتونه او فقر په وړاندي مبارزې ته چي د نړۍ پراخه سیمه یې نیولې ، سره راټول شول.

 د نړۍ رهبران پوهیدل چي پوره سرچینې د تغذیې لپاره د دنیا په کچه شتون لري ، اما په مساوي ډول نه ویشل کیږي. دوی درک کړې وه چي د ایچ ای وي او ګڼ شمیر ناروغیو لپاره درمل شتون لري، ولي بیه یې لوړه ده. طبیعي پېښي لکه: زلزلي او سیلابونه مخنیوونکي ندی، ولي لوړ تلفات ددې پېښو د مخنیوي وړ دي. همدارنګه رهبران پوهیدلي وو چي په ملیاردنو خلک د نړۍ په کچه د ښې راتلونکي لپاره ګډه هیله لري. ددې په اساس د نړۍ ملکونو یوه ګډه برنامه د اوږد مهاله پراختیایې موخو تر نوم لاندي جوړه ترڅو نړیوالو ستونزو ته لاسرسی وشي.

  دا نړیواله برنامه ۱۷ موخي لري چي د ښه وضعیت لیر لید یې په ۱۵ راتلونکو کالونو کي په پام کی نیولی ده  او له فقر او لوږي څخه د خلاصون ، د اقلیمي تغیراتو له بدو اثراتو څخه خوندیتوب او داسي نور په کي شامل دی.

  1. د فقر له منځه وړل:

 د شدید فقر له منځه وړل له ټولو شکلونو سره یې ، تر ۲۰۳۰ کال پوري.

د نړۍ رهبران په ۲۰۰۰ کال کي سره متعهد شول تر ۲۰۱۵ پوري هغه خلک چي په شدید فقر کي ژوند کوي، نیمایې ته ورسوي. دا د ځانګړې اویو لو موخي په پرنسیپ یا اصولو کي دي، ولي تر اوسه هوډ لرو چي دا کار د اجرا په حال کي ده او د تعمیل وړ ده. اوس ددې وخت را رسیدلی تر څو هغه څـه چي مو زده کړي ، پرې کار وکړو او فقر کاملآ له منځه یوسو. که څه هم په ټوله نړۍ کي تر اتیا میلیونه زیات وګړي اوس هم تر ۱،۲۵ ډالره په کم لګښت ورځنې چاري په مخ بیایې او هغه وګړي چي په شدید فقر کي ژوند کوي د ټولي اروپا له وګړو سره برابر دي.

  1. د لوږي له منځه وړل:

د لوږي پای ته رسول ، د خوړو خوندیتوب ، د تغذیې وده او د اوږد مهاله زراعت دودول.

په ۲۰ وروستیو کلونو کي لوږه تقریبأ نیمایی ته را ټیټه شوې. ډیری هیوادونه چي له لوږي او قحطۍ څخه یې سر ټکاوه اوس کولای شي د ټولني د اسیب پذیره خلکو د خوړو اړتیا پوره کړي.  چي دا یوه بې ساري لاس ته راوړنه ده . اوس کولای شو له یو بل سره په مرسته په مخ ولاړ سو تر څو خوار ځواکي په نهایې او دایمي ډول له  منځه یوسو.

موږ باید هغه فعالیتونه لکه د اوږد مهاله کرهڼي وده او له وړو بزګرو سره همکاري زیات کړو . که څه هم دا لاره ډیره لري ده ، ولي څیړنو ښودلې چي تر اوسه هم له ۹ تنو څخه یو یې په ټوله نړۍ کي په شپو په وږي نس ویده کیږي او باید په اړوند یې ډیري هڅي وشي ، تر څو د لوږي کچه تر ۲۰۳۰ کال پوري را ټیټه شي.

  1. روغتیا او ژوند:

د سالم ژوند ډاډ حاصلول او د سلامتۍ رواجول ټولو لپاره د ژوند په ټولو بعدونو کي.

موږ ټول پوهیږو چي روغ بدن زموږ په ژوند کي څومره مهم او تأثیر لرونکی ده. روغتیا له موږ سره مرسته کوي تر څو له ژوند څخه خوند واخلو او د کار او دندي په مخ وړلو بریالي شو . په دې اساس به زموږ موخه دا وي تر څو ډاډه شو هر وګړی د روغتیایې چوپړ تر چتر لاندي دی ، درملو ، د ساتني او مؤثرو واکسینونو ته لاسرسی لري.

۲۵ کاله مخکې ، له اوږد مهاله پراختیایي موخو، لوړ ګامونه اخیستل شوي ، د ماشومانو او میندو مرګ تر نیمایې زیات کم شوی . په ورته حال کي د ځینو نورو پیښو شمیر ډیر لوړ شوی. لکه اوس هم هر کال ۶ میلیونه ماشومان مخکي تر دې چي پنځه کلنۍ عمر ته ورسیږي ، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

  1. باکیفیته ښوونه:

د مساوي او ټول ګډونه ښوونې ډاډ لاس ته راوړل ، د ټولو لپاره د دایمي ښوونیزو فرصتونو دودول.

لمړنی بد لامل د پوهني په حوزه کې ، فقر، وسلوالي جګړې او نور بیړني حالات په ټوله نړۍ کي دي چي ډیری ماشومان یې ښوونځي ته له تګه لري کړي دي . څیړني ښیې چي د فقیرو کورنیو ماشومان څلور برابره د بډایه کورنیو د ماشومانو په پرتله ډیر له ښوونځي څخه محروم پاتې دي.

ښه خبر دا چي له ۲۰۰۰ کال تر اوسه په لمړني پړاو کي د ښوونیز چوپړ د وړاندي کولو په برخه کي په ټوله نړۍ کي د ټولو ماشومانولپاره پرمختګ شوی دی. د ودي په حال کې سیمو په ښوونځیو کي د نوم لیکنې ټول شمیر ۹۱٪ سلني ته رسیږي. د دې ښوونځیو د سطحي په معلومولو سره پیداشوه چي ښوونیز وضعیت په ښه درجه کي دی. ولي هڅه باید وشي تر څو ښه سطحه د ټولو ماشومانو لپاره د لمړنۍ ښوونې ، منځنۍ  ، حرفوي زده کړي د ورکړي په وړلګښت سره ، او لوړو زده کړو ته دلاسرسي موخو ته ورسیږي .

  1. جنسیتي برابري:

په جنسیتي برابري برلاسی، او د ټولو میرمنو او انجونو برلاسي کول.

موږ کولای شو د لویو پرمختګونو چي په واقیعی معنی سره د جندر په برخه کي  د تغیراتو نه چي د نړۍ په کچه  تر سره شوي ، په ویاړ سره یادونه وکړو . ولي دا تغیرات په یو وړ د سیاست تر تأثیر لاندې را غلي دي. ځکه پوهیږو چي میرمنې او انجونې په هر لحاظ اوس هم په بیلابیلو برخو کي په قسمأ وروسته پاتې دي.

اوس هم د میرمنو او انجونو په کار او مزد کي شدیده نابرابرۍ شتون لري. د میرمنو ساتنه له ماشومانو او د کور له کارونو څخه پرته د معاش له ورکړې څخه ده .او همدارنګه توپیري چلند په عمومي تصمیمونو کې شتون لري. ولي لاري شتون لري چي د دوی د ښې راتلونکې زیری ورکړي. لکه اوس مهال د ۲۰۰۰ کال په پرتله ډیرشمیر انجوني په ښوونځیو کې شتون لري. په ډیری سیمو کي د لمړنۍ ښوونې په برخه کي جنسیتي برابری رعایت شوی او د هغو میرمنو سلنه هم زیاته شوې چې د کار په وړاندی مزد یا معاش اخلي. د اوږد محاله پراختیا موخي، دې لاس ته راوړنو ته په پوره ډول لاسرسی ده، تر څو ډاډ حاصل شي چې د ښځو او انجونو په وړاندي توپیري چلند په ټولو ځایونو کي پای ته رسېدلی دی.   

  1. پاکي خوندي اوبه:

پاکو اوبو ته د لاسرسي ډاډ او د اوبو اوږد مهاله مدیریت او د ناپاکو اوبو ایستل د ټولو لپاره.

د ځمکې پر سر هر وګړی حق لري تر څو تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک پاکو او خوندي اوبو ته لاسرسی ولري. په داسې حال کې چې ډیری وګړو ته د څښاک د پاکو اوبو او ناپاکو اوبو سیسټمونه برابر  شوي ، ولې څه نور یې اوس هم محروم دي .

د اوبو کمښت په ټوله نړۍ کې تر ۴۰ سلنه ډیر خلک متأثره کړي. دا شمیرني د اقلیمي تغیراتو په پایله کي په ډیریدو دي. که دا کړني دوام ومومي ، تر ۲۰۵۰ کال پورې کم له کمه له  ۱ تر۴ تنو ممکن د دې تدریجي کمښت له کبله متأثره شي. موږ کولای شو وړ لاري منځته راوړو ، خو که ګډ نړیوال کوښښ په دې برخه کي ډیر شي . له مرطوبو ځمکو ، ډندونو، سیندونوڅخه ساتنه او د اوبو د پاکوالي ټکنالوژۍ شریکول، هم کولای شي موږ دې موخي ته لاسرسي ته نږدې کړي.

  1. پاکه او وړیا انرژي:

په وړ بیه ، د ډاډ وړ ، اوږد مهاله او مډرینه انرژۍ ته د لاسرسي ډاډ حاصلول.

له ۱۹۹۰ تر ۲۰۱۰ کال پورې د هغو وګړو شمیر چې د بریښنا انرژۍ ته لاسرسي لري په نړۍ کي ۱،۷ میلیارده تنو ته ډیر شوی دی. چې دا پرمختګ یو ټوپ ښیې چې د کتني وړ دی. په نړۍ کې د وګړو په زیاتیدو سره ، ډیر وګړې وړیا انرژۍ ته اړتیا لري. تر څو له هغې څخه په ګټه اخیستنه خپل ، کور، واټ ، ټلیفون ،کمپیوټر او کارخوني رڼا کړي او ورڅخه په ورځنیو چارو کي ګټه واخلي. پوښتنه داده چي څنګه پاکه انرژي لاس ته راوړو؟ تر څو د پاته شونیو سون او ګلخانه یی ګازونوخپریدل ، شدید تغیرات په اقلیم کې رامنځته نکړی او په هر لویه وچه کې د سترو ستونزو لامل نشي.  

موږ کولای شو د ډیرې انرژۍ درلودونکې و اوسو تر څو د پاکو انرژیو لکه: لمریزي ،اوبو او بادي انرژي ، باندې په پانګه اچونې  له لاري خپلي اړتیاوې پوره کړو، او دبریښنا د انرژۍ څخه په ګټي اخیستنې سره د خپل چاپېریال د له منځه تګ څخه ساتنه او مخنیوی وکړو.  

  1. وړ کار او اقتصادي وده:

د اوږد مهاله ، ټول ګډونه ، د پوره کار او وړ اقتصادي ودي دودول د ټولو لپاره.

اقتصادي وده یو له مهمو موضوعاتو څخه ده . ځکه پدې حالت کې خلک دندي ، د اړتیا وړ معاش  یا لاس مزد لري. تر څو له هغې لاري وکولای شي له خپل ځان او کورنۍ ساتنه وکړي. ښه خبر داده چې منځنۍ ډله په ټوله نړۍ کې د ودي په حال کې ده.په تیرو ۲۵ کلونو کې په مخ پر ودي هیوادونو کې ، د منځنۍ ډلي نفوس تقریبأ درۍ برابره ډیر شوی دی، چې دا شمیر د ټولي نړۍ د یو پر دریمې برخي څخه ډیر ده . نن ورځ ، د کار موندنی وده یا کاري فرصتونه د کاري ځواک د ودي یا ډیروالي سره همغږی نده.

په دې اساس ، موږ کولای شو پالیسۍ منځ ته راوړو تر څو د کیسب او کار فرصتونه منځ ته راوړی . موږ کولای شو په زور کارونه ، مرییتوب او د انسان قاچاق له منځه یوسو. موږ هوډ لرو ، چې تر ۲۰۳۰ کال پوري، په ټوله نړۍ کې د ښځینه او نارینه ؤ لپاره وړ او مکمل شغلونه برابر کړو. 

  1. صنعت ،نوښت او تل جوړښتونه:

د کلکو تل جوړښتونو رامنځته کول ، د اوږد مهاله او ټولیز صنعت رواجول او د راتلونکي لپاره نوښت.

تخنیکي وده له موږ سره د غټو جنجالونو په حل لکه: د شغلونو منځ ته راوړني او مناسبې انرژۍ ته په رسیدو کي همکاري کوي . د بېلکي په ډول نړۍ د هر وخت نه ډیر د انټرنیټ څخه په ګټه اخیستني له لاري سره تړلې او په اړیکه کې ده . په هره اندازه چي موږ سره نږدې یو او زموږ اړیکه ډیره شي ، هغومره د نورو له پوهي او تجریبو څخه برخمن کیږو. که څه هم نږدې څلور میلیارده انسانان چې زیات یې په مخ پر وده هیوادونو کې ژوند کوي ، تر اوسه انټرنیټ ته لاسرسی نه لري. نو په دې اساس ، په هره اندازه چي په نوښتونو او بنسټونو پانګونه وشي، په هماغه اندازه د ټولو ملتونو په ګټه ده. د ډیجیټلي خالیګاه له منځه وړل ، د اوږد مهاله صنعت رواجول او په عملي پلټنو پانګه اچونه،  اوږد مهاله پراختیا ته د رسېدو له اړینو لارو څخه ګڼل کیږي.

  1. د نا برابرۍ کموالی:

په ملي او نړیواله کچه د نابرابرۍ کموالی.

یوه پخوانۍ اصطلاح ده وایې : بډای د هري ورځي په تیریدو سره نورهم بډای کیږي او فقیر نور هم فقیرکیږي. دا توپیر هیڅ وخت په دې اندازه واضح نه وو. موږ باید نوې پالیسۍ جوړې کړو ، تر څو ټولو ته یو شان فرصتونه ،پرته له دې چې دوی څوک دی او له کومه ځایه راغلي ، په نظر کې نیولو سره برابر کړو. پرته له شکه نابرابري په عایداتو کې یوه نړیواله معظله یا ستونزه ده، چې نړیوالي حل لارې ته اړتیا لري . په دې معنی چې ، د مالي بازار او اداراتو قوانین په ملي او نړیواله کچه ښه جوړ کړو. پراختیایې مرستي هغو سیمو ته چې اړتیا وي ، ولیږو. او خلکو سره په خوندې کډوالي کې مرسته وکړو. تر څو وکولای شي اړینو فرصتونو ته لاسرسی پیدا کړي. په دې ترتیب او په دې کړنلاره کولای شو د پخوانۍ اصطلاح لارې ته تغیر ورکړو او په عدالت ولاړه نوې نړۍ منځ ته راوړو .

  1. ښارونه او تل پاتې ټولني:

ټول ګډونه ، خوندي ، انعطاف منونکې او اوږد مهاله ښارونه.

لکه څرنګه چې تاسو پوهیږئ ، خلک په دلایلو سره په ښارنو کې اوسیدو ته لمړیتوب ورکوي. په اوس وخت کې د نړۍ د نیم نفوس څخه ډیر په ښارونو کې ژوند کوي . دغه شمیر به تر ۲۰۵۰ کال پورې دوه پر درۍ برابره ډیرشي او ښارونه به لوی شي.

په ۱۹۹۰ کال کې تنها لسو لویو ښارونو په لس میلیوني وګړو سره شتون درلود.  مګر دا شمیر په ۲۰۱۴ کال اته ویشت لویو ښارونو ته د ۴۵۳ میلیونه وګړو سره ډیر شوي دي.

ولې خلک ښارونه خوښوي؟ ښارونه د کلتور او سوداګرۍ مرکزونه او د ژوند کولو ښه ځای ده . له بلي خوا که له حقیقت څخه تیر نشو ښارونه د فقر مرکزونه هم دي.

د دې لپاره چي ښارونه د اوږد مهاله ژوند لپاره برابر کړو ، د خلکو لپاره باید خوندي کورونه جوړ کړو او ټول ښاریان کورنه ولري.

موږ کولای شو معیاري ښارګوټي په کلیو کې ولرو او هغو ته پرمختګ او وده ورکړو. موږ کولای شو په عامه ټرانسپورټ باندې پانګونه وکړو، شنه فضا منځ ته راوړو او د خلکو پراخې ډلي په ښاري پروګرام  کې دننه کړو. په دې اساس موږ هغه شیان چي مو د ښار په اړه خوښېږي ، وساتو او هغه شیان چي مو د خوښي او اړتیا وړ ندي تغیر کړو.

  1. تولید او مسؤولانه مصرف:

د تولید او مصرف د اوږد مهاله بیلګو څخه ډاډ تر لاسه کول .

په نړۍ کي د تولید او مصرف په برخه کي ډیره نابرابري شتون لري ، ځینې خلک ډیر توکې مصرفوي او ځینې یې کم ، ولي ډیری برخه خلک کم توکې مصرفوي. تر دې حده چې د دوی لمړنۍ اړتیا هم نه پوره کوي. موږ کولای شو، داسې نړۍ منځ ته راوړو چې هر څوک د ژوند لپاره چې څه ته اړتیا ولري ، لاسرسی ورته ولري. طبیعي زیرمي مو داسې خوندي کړو چې اولادونه اود اولادونو اولادونه مو او راتلونکې نسلونه ورڅخه په ځای ګټه واخیستلای شي. دې موخې ته د رسیدو ستونزه داده چې موږ څنګه کولای شو له طبیعي زیرمو څخه ښه ګټه واخلو، او زیان رسوونکې کثافات (چټلۍ ) په ښه شکل سره خښې کړو. چټلۍ د نړۍ په کچه تر نیمایې را ټیټې کړو. خپل کثافات د تشبثاتو په کار اچونه کم او بیا لاس ته راوړو. له هغه ملکونو سره چې خپلې زیرمي یې ډیري ندي مصرف کړې مرسته وکړو تر څو خپلي زیرمي په مسؤلیت سره مصرف کري.

  1. د اقلیم لپاره کړني:

د اقلیمي تغیراتو او تأثیراتو په وړاندي عملي او ګړندۍ مبارزه.

د نړي هیوادونه ، د اقلیمي تغیراتو د شدیدو تأثیراتو شاهدان دي.

ځیني هیوادونه تر نورو ډیر د اقلیم په خرابي کې رول لري.

د زلزلو ، سونامې ، طوفانونو او سیلابونو د تاوان اندازه په کال کې میلیاردونو ډالرو ته  رسېږي. موږ کولای شو دا تاوانونه له اسیب لیدونکو ، لکه په وچه چاپیر او له جزیرو څخه جوړو هیوادونو سره په مرسته را ټیټ کړو او په يوه کلکه حوزه یې بدل کړو.

په سیاسي اراده او ټکنالوژیکي تدابیرو شونې ده چې ، د تودوخې درجه تر دوو درجو د سانتي ګراډ ،د صنعتي کیدو تر دورې مخکي په تناسب محدوده کړو .

که چېري مو د اقلیمي تغیراتو خرابوونکي تأثیرات درولي وي، د اوږد مهاله پراختیا موخو پلې کول ، د اقلیم د تغر لپاره لار حواروي.

په عملي او بیړنو ګامونو کولای شو په دې اقلیمي ستونزو برلاسی پیدا کړو.

  1. د اوبو لاندي ژوند:

د بحر او سیند له سرچینو څخه منظمه ګټه اخیستنه د اوږد مهالې پراختیا لپاره .

له ۳ میلیارده ډیر انسانان د معیشت په خاطر د سیند او غاړي له مختلفو سر چینو سره تړلي دي. بحرونه د انسانانو په ژوند کي د کتنې وړ تأثیرات لري. د تودوخې درجه ، د اوبو کیمیاوی توب او د بحرونو جریان د انسان له ژوند سره نږدې تړاو لري. موږ اوس دریمه برخه د کبانو زیرمي په نړۍ کې وینو چې تر ډیره حده د معیشتي استفادې وړ ګرځي.

هغه وګړي چي بحر او سیندونو ته نږدې ژوند کوي ، نه شي کولای پرته له هغو ژوند وکړي.

سیندونه د ۳۰٪ په شاوخوا کې کاربن ډای اکسایډ چې انسان يې تولیدوي ، جذبوي. انسانان د تیرو په پرتله ډیر کاربن ډای اکسایډ تولیدوي. د سیندونو اسید د صنعتي انقلاب له شروع څخه ۲۶٪ ډیر شوي دی. ولي نا هیلې کیږی مه ! د اوږد مهاله پراختیا موخې ، د اوبو لاندې ژوند د مدیریت او ساتنې لپاره موخې تعیین کړي چې په کاروړلو سره به یې لا ژوند ته ښکلا ور وبښو .  

  1. د ځمکي پر سر ژوند:

د ځمکنیو آیکوسیسټمونو خوندیتوب ،جوړول او د اوږد مهاله کار اخیستني دودول،د ځنګلونو اوږد مهاله مدیریت، د ځمکې له صحرايې کېدو او لوڅېدا او داسي نورو ضایعاتو په وړاندي مبارزه.

د انسانانو او حیوانانو ژوند د ځمکي پرمخ شته امکاناتو پورې تړلی.

د ځمکې پرمخ ژوند د خوراکي توکو خوراک ، د پاکي هوا او څښاک د اوبو څخه د ګټي اخیستنې په معنی ده. دا د امکان وړ نده ، مګر داچې ځمکنۍ سرچینې لکه اوبه ، هوا او خاوره تر کنټرول لاندې وي.

۸۰٪ سلنه خوراکي رژیم نباتات تشکیلوي، د ځنګلونو بوټو ۳۰٪ د ځمکي مخ پوښلی ، او مرسته کوي چې د ځمکې هوا پاکه او معتدله وساتي .

پاته دي نه وي چې ځمکه د میلیونونو ډوله حیواناتو لپاره ځاله یا کور هم ده .

کرهڼیزي ځمکي د تیره وختونو په پرتله له ۳۵-۳۰ درجو پوري پراخې شوې او د حیواناتو او الوتونکو نسل یې مخ په ورکېدا کړی دی. موږ کولای شو دا لړۍ تغیر کړو. له نېکه مرغه د اوږد مهاله پراختیا موخي په پام کي لري چې د ځمکنیو آیکوسیسټمونو ، لکه ځنګلونه او ډنډونو په بیا را ګرځولو او ساتنه کې تر ۲۰۳۰ کال پوري د ژوند ارامه زمینه چمتو کړي . 

  1. سوله ، عدالت او پیاوړي بنسټونه:

د اوږد مهاله پراختیا لپاره د سوله ایزو او ټول ګډونه ټولنو حمایت ، عدالت ته د ټولو د لاسرسي زمینه برابرول ، په ټولو برخو کې د مؤثرو حساب ورکوونو او ټول ګډونو بنسټونو منځ ته راوړل.

څنکه یو هیواد کولای شي ترقي او پرمختګ وکړي؟ څنګه کېدای شي د یوه هیواد وګړي ښه تغذیه شي؟ زده کړه وکړي، ور زده یې کړي، کار وکړي او کورنۍ تشکیل کړي؟ آیا له سولي او امنیت پرته دا ټول امکان لري؟

یو هیواد څنګه پرته له عدالته ، د بشر حقونو او د قانون حاکمیت نه ، سوله او ارامي ولري؟ په داسي حال کې چې د نړۍ ځیني سیمي له نسبي سولي او عدالته برخمني دي ، ولي لکه څرنګه چې لیدل کېږي ، د نړۍ نوري سیمي د وسله والو نښتو ، جرمونو، وهلو او استثمار سره چې دا ټول د پراختیا د مخنیوي لاملونه دي، مخ دي. حال داچي د سولي او عدالت د تأمینولو موخه ، د ټولو هیوادونو لپاره یو شان ده.  د اوږد مهاله پراختیا موخو اساسي مقصد ، د تاوتریخوالي کموالی په ټولو شکلونو کې او وړاندیز یې ددې لپاره چې دولتونه او ټولني د جنګ او نا امنۍ د پای ته رسولو تل پاتې حل لاره پیداکړي، ده.

دا کار د حاکمیت تقویت ، د غیرقانوني کړنو د لړۍ کمښت، د بشري حقونو د پروسو او حکومتولۍ په تقویت کې د پرمختللو هیوادونو ګډولو له لاري کېږي.

  1. د موخو لپاره مشارکت (ګډون):

د اوږد مهاله پراختیایې موخو د تطبیق لپاره، د نړیوالي ارادې د یو کولو اړیني هڅي.

اوږد مهاله پراختیایې موخي تر دې ډیري لويې دي چې په یوه نوملړ کې راټولي شي. اوسنۍ نړي تر بل هر وخته ډیر یو وړوکي کلي ته ورته ده.له کلي هر وخت له یوبل سره په ارتباط کې وي،او له خپل منځي مسایلو خبرېږي.

د انټرنیټ انقلابي او فعاله رول ، د نړیوالو مؤسسو او ګرځندوی کړني باید په دې اړه نادیده ونه نیسو . موږ ټول باید د ملتونو په نږدېوالي کې د دوی له رول څخه منندوی و اوسو.

د اقلیمي تغیراتو د مخنیوي د اړتیا په خاطر یوه د ګډي همکارۍ عمومي هوکړه شتون لري.

اوږد مهاله پراختیایې موخې وړه موضوع نده، ځکه ۱۹۳ هیوادونو د دې موخو په اړه هوکړه کړې ده.

باور ولرئ ،کله چي د نړۍ ۱۹۳هیوادونه د یوې موضوع پر سر د نظرهوکړه ولري، یوې نهایې موخې ته به ورسېږي! د اوږد مهاله پراختیا موخي په ډیره کي له یوبل سره همکارۍ ته لاره ده، تر څو ملتونه یوځای یو له بل سره نورو موخو ته د رسیدو ګډه هڅه وکړي.