د پالیسی او مسلکی معینیت

د اقتصاد وزارت د پالیسي او مسلکي مرستیال محمد اسماعیل ‍ " رحیمي " لنډ ژوند لیک

 ښاغلي محمد اسماعیل د محمد رحیم زوی په ۱۳۵۵ لېږدیز لمریز کال په کابل ښار کې دې نړۍ ته سترګي پرانیستې. حبیبیې لېسې څخه د فراغته وروسته یې خپلې لوړي زده کړي د بلخ ولایت طب پوهنځي کې بشپړې کړې دي.

نوري زده کړې یې د ماسټرۍ په کچه ( اقتصادي پالیسي ) کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولیمز کالج پوهنتون کي او بله ماسټري یې د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د مریم رشید خان پوهنتون نه په کابل کې لاسته راوړې ده .

نوموړی له ۱۳۸۰ تر ۱۳۸۳ کال پورې د ماشومانو او ځوانانو پراختیایې برنامې (YCDP) سیمه ایز مدیر ، وروسته د اطلاعاتو او راپور ورکوني آمر او څه موده وروسته د ملګرو ملتونو د اسکان سیمه ایز دفتر کې د سپما او پانګونې مسؤل په توګه دنده سرته رسولې ده.

نوموړی په ۱۳۸۶ لېږدیز لمریز کال کې د جمهوري ریاست د اقتصادي سلاکارۍ دفتر او د افغانستان ملي پراختیا د سټراتیژۍ د دارالانشا‌ء سکټوري همغږي کوونکي په توګه دنده سرته رسولې ده. وروسته په ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال کې د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او د افغانستان د ملي پراختیا د سټراتیژۍ څخه د څارني لوی ریس په توګه دنده تر سره کړه .

د پنځو کلونو په تېرېدو سره ، د جمهوري ریاست عالی مقام د حکم پر اساس ، د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال په توګه په دنده وګمارل شو.

نوموړی په دري ، پښتو او انګلېسي ژبو بشپړ تسلط لري.

د یادونې وړ ده چې ښاعلي رحیمي د اړونده دندو په مخ وړلو کې له ځانه نوښت ، لیاقت او توانایې ښودلې ده ، چې د دې ارزښناکه چوپړ له کبله د افغانستان اسلامي جمهوري  دولت له لورې ورته لوموړۍ درجه تقدیرنامه ورکړل شوېده.

ښاغلي رحیمي پدې کلونو کې ډیری لیکنې کړي دي . چې له جملې څخه یې د لاندې مقالو یادونه کولای شو:

- اوسنی نړیوال کړکېچ او د ودي په حال کې هیوادونو ځواب

- په ټولنیز خوندیتوب کې د دولت وړ مداخله او ټأثیر

- د ټولنې پر اساس د ټولنیز امنیت شبکې روش ( د افغانستان د ملي پیوستون برنامه او ټولنیز خوندیتوب)

- د ملی پیوستون د برنامې محدودیت او اجرایوی بریالیتوب

- ټولنیز خوندیتوب او اوږدمهاله وده

همدارنګه ښاغلی رحیمي د مالیزیا د ارزیابۍ د مجموعې (Malaysian Evaluation Society) غړیتړب او د څو نړیوالواو سیمه ایزو د څارني او ارزیابۍ  سازمانونو افتخاري غړیتوب لري.