جلالتمآب ډاکټر مصطفی مستور، د اقتصاد وزیر

ښاغلی ډاکټر مصطفی مستور په ۱۳۴۷ لمریز لیږدیز کال کې د کابل په ده افغانان سیمه کې پیدا شوی. خپلي زده کړې یې د شیر شاه سوري او عمر شهید په لېسو کې په مخ وړي او په کال ۱۳۶۶ کې له حربي ښوونځي څخه په عالي درجه فارغ شوی دی. وروسته د کابل طبي انستیتیوت ته شامل ، او په ۱۳۷۱ کال کې یې د فراغت سند تر لاسه کړ. نوموړی په کال ۱۳۸۲ کې د پاکستان د پریستون له پوهنتونه د ادارې او مدیریت په څانګه کې ماسټري تر لاسه کړه. د دې سند سربیره ډیر د اعتبار وړ سندونه د صحي سیسټم د ودي ، د عامه مالي چارو اداره، عامه اړیکو، د منازعې څخه وروسته هیوادونو کې اداري اصلاحاتو او د پروژې په اقتصادي تحلیل کې له معتبرو مراجعو لکه: جهاني بانک ، د یونیسف نړیوال وجهي صندوق او اروپا کمیسیون څخه په لاس راوړي.

ډاکټر مستور د هیواد په اداري چارو کې له دندي مخکې ( له ۱۳۷۲-۱۳۸۰پوري) په روغتونونو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو ، له ډلي یې د سویډن کمیټې سره د طب ډاکټر او برنامو د مسؤول په توګه په افغانستان او پاکستان کې دنده سرته رسولې ده. د نوې ادارې له راتګ سره سم یې لمړنۍ دنده د عامې روغتیا وزارت د بلاعوضه مرستو او هوکړه لیکونو د ریس په توګه پیل کړه ، او په کال ۱۳۸۴ کې د مالیې وزارت د بودجې لوی ریس او درۍ کاله وروسته د همدې وزارت د مالي مرستیال په توګه وګمارل شو نوموړي د (۹) کلونو په ترڅ کې د هیواد په مالي ، اقتصادي، پراختیایې او سیاسي برخو کې د ارزښت وړ خدمتونه کړي دي. ښاغلي مستور همیشه د وړاند لیکونو په چمتوکولو، مذاکرې ، د بهرنیو مرستو د ادارې او تنظیم د پالیسۍ د تصویب په برخه کې د رهبرۍ رول په غاړه درلود. چې اوس مهال له جګړې وروسته هیوادونو کې د بهرنیو مرستو د مدیریت له ډیرو ښو پالیسیو څخه ګڼل کیږي.

ډاکټر مستور د ټاپي یا د ترکمنستان د ګازو لیږد هند ته د افغانستان او پاکستان له لاري ، د پروژې له اصلي خبري کوونکو څخه وو، او همدارنګه د ( کاسا زر ) یا له میانه اسیا نه جنوبي اسیا ته د بریښنا د لېږد په پروسه کې د افغانستان له لورې د مذاکرې د ټیم له مهمو غړو څخه دی. د دې سربیره د کلونو په مخه یې د افغانستان له لوري له نړیوال بانک ، اسیایې پراختیایې بانک، اسلامي پراختیایې بانک ، نړیوال وجهي صندوق او یو شمیر مرستندویه هیوادونو او نړیوالو مؤسسو سره د خبرو یا مذاکرو مشري په غاړه درلوده.

د ښاغلي مستور تر مشرۍ لاندي وو چې د هیواد د مالي چارو او عامه مصارفو د لارې نقشه یو له ۲۲ لومړیتوب درلودونکو برنامو څخه په دوو پړاوونو کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې جوړ او پلې شوه.  دې برنامې د بهرنیو هیوادونو او مؤسسو د همکارۍ په همفږۍ او د افغانستان په لومړیتوب ورکوونې سره ، د افغانستان د پراختیایې برنامو پر مخ فوق العاده تغیر راوست. او همدارنګه  په دې موده کې یې د مالي وخت او عامه مصارفو چارچوب چې د مالي ډیسپلین د تقویت سبب کېږي رهبري کړ. نوموړي په خپلو اړونده ادارو کې د اصلاحاتو په چمتو او پلي کولو کې د بېلګې ادارې رول درلودلی  او په هیواد کې یې د ولایتي بودجې جوړوني پالیسي پیل کړه.  

د ده د ښو او ارزښتناکه خدمتونو په خاطر په ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان اسلامي جمهوری دولت مشرتابه ښاغلي مستور ته د غازي میرمسجدي خان میډال ورکړ. همدارنګه ښاغلی مستور په نړیوال بانک ، اسیایې پراختیایې بانک ، او اسلامي پراختیایې بانک کې د افغانستان د پلاوې مرستیال ریس وو.

د افغانستان پلاوي ریس او یو د سارک د پراختیایې صندوق له بنسټ ایښودونکو او په ضمن کې د جګړې څخه د متأثرو ، ماتوونکو او بحراني حالت درلودونکو هیوادونو (g7+) څخه ده ، چې د رهبرۍ ډلې فعال غړیتوب یې لري. د تیرو۱۲ کلونو په ترڅ کې نوموړی د اریانا افغان هوایې شرکت د مدیره هیئت ریس، د کلیو د سړکونو د ملي برنامې د رهبرۍ د کمېټې ریس او د کرهنې پراختیا صندوق مرستیال ریس هم پاته شوی. چې پدې موده کې یادو مؤسسو د یادوني وړ بریالیتوبونه لاس ته راوړي. دی اوس مهال د افغانستان او امریکا د سټراتیژیکو همکاریو تر هوکړه لیک لاندي د حکومتولۍ د څانګي د کاري ګروپ مسؤول او رهبري کوونکی هم دی.

د هیواد د مالي ، اقتصادي ، او پراختیایې چارو د بریالي سرته رسولو په نظر کې نیولو سره وو چې ، د ملي وحدت حکومت د اقتصاد وزارت په پوسټ باندې د ده د ګمارنې تصمیم ونیوه ، او د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۱۵/۵/ ۱۳۹۶ نېټې د ۱۵۷۳ ګنې حکم په اساس ډاکټر مصطفی مستور د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اقتصاد نوماند او واکیال وزیر معرفي شو. وروسته ولسي جرګې د حکومت وړاندیز شویو نوماند وزیرانو ته، د ۱۳/ ۹/ ۱۳۹۶ نېتې په ناسته کې د باور رایه ورکړه ، چې ښاغلی مستور په لوړو یعني ۱۵۵ د باور رایو په وړلو سره ، د اقتصاد وزیر وټاکل شو.نوموړی تر اوسه د اقتصاد وزیر په توګه دنده سرته رسوي ، او په دې موده کې د کتني وړ لاسته راوړنې لري.