په کندهار کي د سړو خونو د مالکيت په اړه تصميم نيولو او د رياستونو د کړنو د ارزولو په موخه; د سړو خونو د احیا او فعالولو عالي کمېټه د لاندې څانګو د استازو په حضور کې:
نن سه شنبه د 2/12/1401/ د 30/7/1444/ هجري قمري سره سمون خوري په کندهار کي د سړو خونو د مالکيت په اړه تصميم نيولو او د رياستونو د کړنو د ارزولو په موخه; د سړو خونو د احیا او فعالولو عالي کمېټه د لاندې څانګو د استازو په حضور کې: د مالیې، صنایعو او سوداګرۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو محترمو استازو، د سوداګرۍ خونې د رئیسانو او د اقتصاد وزارت د سرپرست الحاج قاري دین محمد "حنیف" په مشرۍ د پانګونې غونډه جوړه شوه.
په دې ناسته کې د غیر فعالو سړو خونو د فعالولو په اړه د تخنیکي کمېټې د غونډو د راپور وړاندې کولو، په کندهار ولایت کې د سړو خونو د مالکیت په اړه بحث او تصمیمونه ونیول شول، چې د کمېټې له پرېکړو سره سم د سړو خونو د تطبیق او فعالولو چارې ګړندۍ شي. د حکومت لخوا د اسانتیاوو برابرول او یا خصوصي سکتور ته د داوطلبۍ اعلان، د سړو خونو د انرژۍ رسولو، د اړوندو څانګو لخوا د ارزونې مدیریت او کنټرول او په پای کې پریکړه وشوه:
1- د سړو خونو د کمیټې محترمو غړو د اسنادو او حقوقي سوابقو له څیړلو وروسته د مالیې وزارت د کندهار د سړو خونو مالک او چلوونکی وګاڼه او د مالیې، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته یې دنده وسپارله تر څو په راتلونکې غونډه کې تفاهم ته ورسېږي او د عالي کمېټې سکرتریت ته راپور ورکړي.
2- ټول هغه وزارتونه چې په مصوبه کې شامل دي مکلف دي چې د یوې کاري اونۍ په اوږدو کې د اړوندو سړو خونو د فعالولو او ساتنې د مسوولیت په اړه د راپور وروستۍ پریکړه په رسمي توګه د عالي کمیټې سکرتریت ته وسپاري، تر څو عملي اقدامات وشي.