خبري اعلامیه!

habibi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۵:۱۴
image

د افغانستان په وروستیو اتو کالونو کې د هند له لوري ۳۶۳ پراختیایي پروژې د اقتصاد وزارت سره په هماهنګۍ تمویل کړې .

اقتصاد وزارت _ افغانستان: د اقتصاد وزارت سره په همغږۍ هندوستان هیواد په تېرو اتو کالونو کې ۳۶۳ پروژې د کوچنۍ پراختیایي پروژې SDP/ او د لوړ ټولنیز اغیز سره پراختیاي پروژې HICDP/ پروګرام په چوکاټ کې تمویل کړې دي.

د اقتصاد وزارت د مطبوعاتو رییسه نوریه نزهت وایي:

ددې پروژو پلي کول له ۸۳ میلیونو ډالرو څخه زیات لګښت لري، چې د هیواد په ۳۴ ولایاتو کې کابو ۶۰۸ میلیونه کسان ترې کټه پورته کوي.

۶۲ نورو پروژو د پلي کیدو چارې هم روانې دي، چې ډېرۍ پروژې یې د ښوونځیو او روغتیایي کلینیکونو جوړول دي.

د نزهت په وینا: ۱۰۶ پروژې د ښوونځیو جوړول و، چې د پوهنې وزارت پورې اړند و. ۸۷ پروژې د عامې روغتیا وزارت اړوند وې، چې پکې د کلینیکونو او روغتونونو جوړول شامل و.۴۷ پروژې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مربوطې وې، چې استنادي دیوالونه، سړکونه، د اوبو رسولو شبکې پکې شاملې وې. همدا ډول ۲۴ پروژې د کرنې وزارت اړوند وې، چې پکې د ولایاتو د کرنې ریاستونو ودانۍ، د اوبو رسولو شبکې او د بزګرانو لپاره لمریز ماشینونه شامل و.

۱۹ پروژې په لوړو زده کړو وزارت پورې اړوند وې، چې پکې د نجونو او هلکانو د شپه غالي رغنیز کارونه، تدریسي خونو ترمیم، د پوهنتونونو د احاطې دیوالونه، د پوهنتونونو منځني سړکونه او د کابل پوهنتون په شمول د ځینو طبي پوهنتونونو لپاره طبي تجهیزات شامل و. پاتې نورې پروژې د ټولګټو وزارت، ښځو چارو وزارت، کرکټ بورډ ملی اداره، د افغانستان ملي رادیو تلویزیون، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د مسلکي او تخنیکی تعلیماتو اداره او همدا راز د افغانستان په اړوندو ادارو کې یې دغه پروژې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د ویلو وړ ده، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازیتوب اقتصاد وزارت د کوچنۍ پراختیایي پروژو SDP/ لومړنۍ، دوهم او درېیم پړاونو لپاره د هند هیواد سره هوکړه لیک لاسلیک کړی، چې اوس مهال د لوړ ټولنیز اغیز پراختیايي پروژو/ HICDP په نامه پېژندل کیږي. دا تړون تر ۲۰۲۱ کال د نومبر د میاشتې تر ۱۲ نیټې پورې اعتبار لري.

ددغه هوکړه لیک په اساس د هندوستان هیواد HICDP پروژو د تمویل لپاره ۱۲۰ میلیونه ډالره مرسته د افغانستان د دولت سره کړې ده، چې ریاست جمهوري مقام د ۴۳۶۰ حکم په اساس د ټولو ۱۹ پلې کوونکو ادارو سره پلان جوړونه، همغږي، څارنه او راپور ورکول په ۳۴ ولایتو ریاستونو، وزارت خونو په شمول اقتصاد وزارت یې پر غاړه لري.

د اقتصاد وزارت د هندوستان هیواد څخه مننه کوي او د سیمې او نړۍ له نورو هیوادونو هم غواړي، چې د زیربنا په برخه کې د پانګونې د ملاتړ او د اقتصادي اړیکو په پراخولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي، تر څو د هیوادونو تر منځ سیمه ییز اتصال رامنځته شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۱۵:۱۴
Background image

خبري اعلامیه!

د افغانستان په وروستیو اتو کالونو کې د هند له لوري ۳۶۳ پراختیایي پروژې د اقتصاد وزارت سره په هماهنګۍ تمویل کړې .

اقتصاد وزارت _ افغانستان: د اقتصاد وزارت سره په همغږۍ هندوستان هیواد په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۸:۲۴
Background image

دایکنډي ولایت کې د پراختیایي کمیتې غونډه ترسره شوه

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د دایکنډي ولایت د پراختیایي کمیتې غونډه PDC، د ولایت د اقتصادي او ټولنیزې مرستیالې فاطمه اکبري او د کمېټې نورو غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۳ - ۸:۱۹
Background image

حفیظ الله سلطاني، د اقتصاد وزارت د بشري سرچینو رییس په توګه معرفي شو.

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس محمد اشرف غني د ۲۹/۳/۱۴۰۰ نېټې د (۱۰۰۱) ګڼه حکم پر بنسټ، ښاغلی حفیظ الله سلطاني د رسمي مراسمو ترڅ کې د وزارت د. . .

BACK TO NEWS