د اسلامي بانک اجراییوي رییس د اقتصاد له وزیرې سره وکتل
د اقتصاد وزیرې ډاکترې کریمه حامد فاریابي، د اسلامي بانک له اجراییوي رییس ښاغلي موسی کلیم الفلاحي سره وکتل.
د اقتصاد وزیرې، د خصوصي سکتور په ودې او پراختیا کې د بانکدارۍ سکتور د پام وړ او فعالې ونډې په ټینګار سره وویل, چې خصوصي بانکونه په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره مساعد فرصت دی او خصوصي بانکونه باید د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره په هېواد کې د خصوصي سکتور د هڅونې او ملاتړ لپاره د پور ورکونې اسانه پروسه برابره کړي.
همداراز د اقتصاد وزیرې وویل: اوسمهال په خصوصي بانکونو کې د اماناتو او پورونو اندازه ډېره لوړه ده, چې په بانکونو کې د راکدو پیسو ښکارندوی ده او باید په متحرکې پانګې بدله شي, چې په دې کار سره د خصوصي سکتور لپاره د پانګونې فرصتونه رامنځته کېږي او په پای کې ځوانانو او مېرمنو ته لا زیات کاري فرصتونه برابرېږي.
بیا د اسلامي بانک اجراییوي رییس، په هېواد کې د بانکدارۍ سیستم د پیاوړتیا په برخه کې د ګډون لپاره چمتووالی وښود او د خصوصي سکتور د ملاتړ او د هېواد په اقتصادي وده کې یې د ونډې اخیستو لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه.