د افغانستان د اقتصاد وزیر په عامه او خصوصي خبرې اترې کې؛ چې د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایوي کمیټې (PriSEC)، اقتصاد، صنعت او تجارت وزارتونو او نړیوال بانک (IFC) له خوا په کابل کې جوړ شوی و، وینا وکړه.

hurmat
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۲۱:۲۸
image

دا ناسته د هغو غونډو په لړۍ کې ترسره شوه؛ چې په مزارشریف، هرات، کندهار او جلال آباد ښارونو کې له خصوصي سکتور سره شوي وې، چې بنسټیزه موخه یې د لا ډېرو اسانیتاوو او اقتصادي ودې برابرولو لپاره له خصوصي سکتور سره د فعال خبرو اترو دوام دی.
ښاغلي وزیر له شته خنډونو سره د مبارزې لپاره او سترو ملي موخو لکه ( د دندو رامنځته کول، د بې وزلۍ کمول او اقتصادي ودې) ته د رسېدلو لپاره د دې دوو سکتورونو د همکارۍ دوام بنسټیزه اړتیا وبلله.
هغه زیاته کړه؛ د داسو غونډو جوړول او پر یو مېز د برابرو دریځونو څخه خبرې کول، د ستونزو د سپړنې او مشخصې او عملي حل لارې لټول، د ګډو فعالیتونو د پراختیا او پورته موخو ته په رسېدلو کې اغېزناک رول لوبولی شي.
د اقتصاد وزیر د ۵۰ په ۵ کې (۵۰ موخې په ۵ میاشتو کې) پروګرام د درېیم پړاو د تطبیق په اړه هم خبرې وکړې او د تېرو دوو پړاوونو د بریالي تطبیق لپاره د عامه او خصوصي سکتورونو د ګډو هلو ځلو ستاینه یې وکړه. د اقتصاد وزیر ژمنه وکړه؛ چې د اقتصاد وزارت به د کار موندنې په برخه کې د خصوصي سکتور د ودې لپاره د حکومت ترڅنګ، له هیڅ ډول هڅې څخه ډډه ونکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۲۰:۷
Background image

په کابل کې د سوداګریز نړیوال مرکز پرانیستل شو.

په کابل کې د سوداګریز نړیوال مرکز د اقتصاد وزارت سرپرستې وزیرې ډاکټرې کریمه حامد فاریابۍ ، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وزیر نثار احمد غوریاني او د کابل ښاروال داود سلطانزوی ، د. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۹:۳۴
Background image

د افغانستان د زیربناوو د روڼتیا نوښت ډلې غونډه وکړه!

د افغانستان د زیربناوو د ړونتیا نوښت (کاست) اړوند ډلې غونډه د اقتصاد نوماندې او سرپرستې وزیرې او د افغانستان د زیربناوو د ړونتیا نوښت (کاست) د رئیس په ریاست ترسره شوه.

په دې غونډه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد سرپرسته وزیره د ملگرو ملتونو د پراختیایی پروگرام مسوول سره لیدنه وکره

اقتصاد وزارت نومانده او سرپرسته وزیره ډاکټره کریمه حامد فاریابۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له رییس عبدالله الدردری سره لیدنه وکړه.

ښاغلي الدردري د ملګرو. . .

BACK TO NEWS