د اقتصاد وزارت سرپرستې وزیرې د متحده ایالاتو سفارت له مرستیال چارج آفایرز سره وکتل
ډاکټره کریمه حامد فاریابۍ د اقتصاد وزارت نومانده او سرپرسته وزیره، نن له غرمې مخکې د امریکا هېواد سفارت له مرستیال راس ویلسون شارژدافیر سره په یوه ویډیو کنفرانس کې خبرې وکړې.
پیل کې د اقتصاد سرپرستې وزیرې د یاد وزارت پر موخو، راتلونکي پلانونو، د سولې وروسته اقتصاد او د ۲۰۲۰ کال د جینوا کنفرانس او هم افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ژمنو په اړه خبرې وکړې.
وروسته شارژدافیر، د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد په ژمنو باندې ټینګار وکړ او اقتصادي وده او هم د بی وزلۍ په کمولو به اقتصاد وزارت سره تخنیکي ملتیا کوي.