مولوی عبدالکبیر د افغانستان د اسلامی امارت د ریاست الوزراء سیاسی معاون او کفیل، پرون سه شنبه چې د جوزا د میاشتی له دوهمې نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت له سرپرست قاری دین محمد حنیف سره ولیدل.

مولوی عبدالکبیر د افغانستان د اسلامی امارت د ریاست الوزراء سیاسی معاون او کفیل، پرون سه شنبه چې د جوزا د میاشتی له دوهمې نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت له سرپرست قاری دین محمد حنیف سره ولیدل.
دا لیدنه چې د سپیدار په ماڼۍ کې وشوه، د اقتصاد وزارت سرپرست خپل کاري راپور وړاندې او د راتلونکو پلانونو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. ښاغلي حنیف وویل، د تلپاتې پراختیا، اقتصادي ثبات او د بشري مرستو د تنظیم لپاره یې د روان کال تر پایه په خپل کاري پلان کې اساسي پروګرامونه په لاره اچولي او په عملي کولو سره به یې ښې پایلې ترلاسه شي. محترم مولوي عبدالکبیر وویل چې د ټولو ادارو تمرکز باید د هیواد د اقتصاد په پیاوړتیا او د بنسټیزو پروژو پلي کولو ته وي ترڅو عامو خلکو ته یې ګټه زیاته شي. محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې اسلامي امارت د اقتصاد د پیاوړتیا، د بنسټونو د بیارغاونې او له لوږې او بې وزلۍ سره د مبارزې په ازمایښتي پړاو کې دی چې باید بریالي شي.