نن د 1397 ليږدیز لمریز کال د زمری ۱۱ نېټه په سمنګان ولایت کې ۹ پراختیایې پروژې د هیواد اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور له لورې کار اخیستنې ته وسپارل شوې

hurmat
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۲ - ۱۰:۵۵
image

نن ۹ پراختیایې پروژې په سمنګان ولایت کې د اقتصاد وزیر ښاغلي ډاکټر مصطفی مستور،عامي روغتیا وزیر ښاغلي فیروزالدین فیروز، لوړو زده کړو وزیر ښاغلي نجیب الله خواجه عمري، او سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي له لورې کار اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې چې د لوړو زده کړو د مؤسسې لیلیه، تخنیکې او مسلکي زده کړو انستیتیوت سره له ملحقاتو، دوه ښوونځې او پنځه صحي مرکزونه (HBC) دي ، د ۱،۷ میلیونه ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.

د دغو پروژو په پلې کولو سره به د سمنګان ولایت د خلکو یو لړ ستونزې د پوهنې، روغتیا او لوړو زده کړو په برخه کې حل ، او د متوازني پراختیا د اصل په پام کې نیولو سره به، اقتصادي او ټولنیزي پراختیا ته زمینه برابره شي.

د دغو پروژو لګښت د دوست هیواد هندوستان له لوري د ۱۲۰ میلیونه ډالرو څخه چې د لوړو ټولنیزو تأثیراتو د پراختیایې پروژو لپاره اختصاص شوې ورکول کېږي.

هغه پروژې چې د هندوستان هیواد له ۱۲۰ میلیونه ډالرو څخه تمویلیږي ، ټولې ۵۷۳ پروژې کېږي، چي په ۳۴ ولایتونو کې به د متوازني پراختیا په پام کې نیولو سره پلې شي. د دې پروژو له جملې څخه تر اوسه ۲۷۲ پروژې بشپړې او کار اخیستنې ته سپارل شوي دي. او نوري ۳۰۱ پروژې د تدارکاتو او تطبیق په حال کې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۷ - ۱۱:۲۷
Background image

د هېواد د اقتصاد وزیر ښاغلې مصطفی مستور د نارنجي تجارتي شبکې په پرانیسته غونډه کې، چې په کابل کې د هالنډ سفارت په نوښت د ۱۵متشبثو هلکانو او انجونو لپاره په لاره اچول شوې و ګډون او ویناوې وکړه.

د اقتصاد وزیر، د دې شبکې جوړولو لپاره د هالنډ سفارت نوښت چې اوس د پنځلس کوچني او مینځنۍ سوداګرۍ سازمانونو لخوا پیل شوي دي ،د نوي سوداګرۍ رامینځته کولو د ملاتړ لپاره ارزښتناک ګام وبلل،. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۱۱:۳۱
Background image

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزیر ډاکټر مصطفی مستور پرون د آسیایي پراختایي بانک له نوی مشر ښاغلې نریندرا سنګرو سره په خپل دفتر کې وکتل.

په سر کې ښاغلې مستور د هېواد د اوسني اقتصادي حالاتو په اړه خبرې وکړې او وویل: د اقتصاد وزارت د اقتصادي ودې ، د بی وزلۍ او بی روزګارۍ په کمولو او د اقتصادي سکتورونو تر منځ د همغږۍ په. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

د افغانستان د اقتصاد وزیر په عامه او خصوصي خبرې اترې کې؛ چې د خصوصي سکتور د پراختیا اجرایوي کمیټې (PriSEC)، اقتصاد، صنعت او تجارت وزارتونو او نړیوال بانک (IFC) له خوا په کابل کې جوړ شوی و، وینا وکړه.

دا ناسته د هغو غونډو په لړۍ کې ترسره شوه؛ چې په مزارشریف، هرات، کندهار او جلال آباد ښارونو کې له خصوصي سکتور سره شوي وې، چې بنسټیزه موخه یې د لا ډېرو اسانیتاوو او اقتصادي ودې برابرولو. . .

BACK TO NEWS