کاردان پوهنتون د پایښت لرونکې پراختیا په موخه ملي کنفرانس جوړوي

habibi_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۸:۳۵
image

۱۳۹۹/سلواغه/۲۸

دا اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د کاردان پوهنتون له عمومي رییس رویین رحماني او ددې پوهنتون له یو شمېر مسولینو سره وکتل.

په لومړي سر کې د اقتصاد وزیرې د پوهنتونونو په فکري پراختیا جوړونې او بلخصوص په اقتصادي پیاوړتیا کې پوهنتونونه مهم یاد کړل. هغې زیاته کړه، چې اقتصاد وزارت د فکري رغونې، د برنامو جوړښت او د اقتصادي څیړنو یو ورته ځای دي او د پوهنتونونو اړیکې د نوموړي وزارت سره ډېرې لازمي دي، ترڅو زده کوونکي په نویو اقتصادي مسایلو باندې پوه شي، دا ځکه چې دلته د افغانستان د نویو اقتصادي تجربو لپاره پرمختللي ګامونه اخیستل کیږي.

همداراز د اقتصاد وزیرې د کاردان پوهنتون له همکاریو مننه وکړه، چې د دوی سره د کارکوونکو په ظرفیت لوړونه کې د بېلابېلو زده کړییزو برنامو په جوړښت کې مرسته کوي. او ددې همکارۍ په دوام یې ټینګار وکړ. او دایې د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره موثره لار وګڼله.

ورپسې د اقتصاد وزارت مسلکي معین محمد نبي سروش د هیواد په پایښت لرونکې پراختیا د موخو په ترلاسه کولو باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د پایښت لرونکي پراختیا په شپاړسمه موخه کې ټولو بنسټونو؛ په ځانګړي ډول د پوهنتونونو د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

وروسته د کاردان پوهنتون عمومي رییس ریین رحماني د پایښت لرونکې پراختیا په موخه په جوړيدونکي کنفرانس خبرې وکړې او د هیواد د اقتصاد وزیرې څخه یې وغوښتل؛ ترڅو په دې ځانګړي کنفرانس کې وینا وکړي.

هغه وویل، چې ددې کنفرانس موخه په افغانستان کې د پایښت لرونکي پراختیا لپاره د ښې حکومتولۍ تمویل، تطبیق، ارزونه او تر ۲۰۳۰ کال د افغانستان په اړه د پایښت لرونکي پراختیاي پلان په اړوند مسایلو او لاسته راوړنو خبرې کیږي.

همدارنګه يې زياته کړه چې زموږ حضور د ټولنې د اغېزناکو بنسټونو ترڅنګ په هېواد کې د تخصصي او په پوهې بسيا ټولنې په رغولو کې د پوهنتونونو د ګډو هڅو نښه ده او د کاردان پوهنتون د افغانستان دولت په ملاتړ دا کوشش کوي چې دغې هيلې ته ورسېږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۹:۲
Background image

د اقتصاد وزیرې د کندهار د والي سره وکتل

۱۳۹۹ / کب/۱۳

نن له غرمې مخکې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د اقتصادي څانګو د بیا لیدنې په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ او د کندهار والي الحاج روح الله خانزاده سره د کندهار د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۸:۴۱
Background image

د اقتصاد وزیرې د فاریاب ولایت د یو شمېر مشرانو سره وکتل

۱۳۹۹/کب/۱۲

د هیواد د اقتصاد وزیرې د فاریاب ولایت له یو شمېر مشرانو سره وکتل. په پیل کې عبدالجلیل آور، اسدالله بهار او انجینیر محمد عالم مرآت د فاریاب د خلکو په ستونزو خبرې وکړې. او ددې. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۱ - ۹:۵
Background image

نن له غرمې وړاندې د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د وزارت له یو شمېر مسوؤلینو سره

نن له غرمې وړاندې د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د وزارت له یو شمېر مسوؤلینو سره د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش سره وکتل.

په دې ناسته کې د غیر دولتي موسسو د. . .

BACK TO NEWS