په بلخ کې د ځینو پروژو لویې ستونزې وڅېړل شوې

habibi_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۹ - ۸:۳۳
image

افغانستان- داقتصاد وزارت : د افغانستانو د روڼتیا لرلید د څار بورډ غونډه د بلخ ولایت د اقتصاد رییس جنت‌گل شرافت په مشرۍ، د افغانستان د روڼتیا لرلید موسسې ولایتي مسؤل عزیز مبارز، د څار بورډ د کمېټې غړیو، دریاستونو استازو، د پروژو تطبیق کوونکي شرکتونو مسؤلینو او د سیمې د ناظرینو په ګډون د اقتصاد ریاست په سالون کې جوړه شوه.

په یاد غونډه د پروژو پر لویو ستونزو، لکه:

په پروژو کې د بې کیفیته خېښتو کارول.

-په ټاکلې موده د پورونو نه ورکول.

- د پلي کوونکي شرکتونو له لوري اطلاعات نه وړاندې کول.

- د پروژې د کار په سیمه کې په پروژې پورې اړوند اسنادو نه شتون.

- د پلي کوونکي شرکت له لوري د کار په سیمه کې د منظم او مناسب پلان نه شتون.

-د ګارګرو له لوري د ایمني وسایلو څخه استفاده نه کول.

- د اړوندو ادارو لخوا د پروژو تخنیکي ستونزو ته پام نه کول او همدا ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د شرکتونو پوهاوی نه درلودل، پکې شاملې و، چې ارزونه یې وشوه. او د هغوی څخه وغوښتل شول، چې په یادو مواردو باندې پام وکړي.

د روڼتیا لیدلوري بنسټ ولایتي مسؤل د قرباني ښوونځي د ودانۍ له پروژې، د افغانستان بانک د ودانۍ له پروژې، د بابع قمبر سړک د اسفالت او قیر کولو پروژې او د قرغان سړک د جوړولو پروژې د موندنو په اړه معلومات وړاندې کړل. او په پروژو کې د موجوده نیمګړتیاو او ننګونو د لرې کولو لپاره د اړوندو اداراتو پاملرنه یې وغوښتله او هم د هغو پروژو د بیرته پیل کېدلو غوښتنه یې وکړه، چې د هغوی چارې په بېلابېلو لاملونه له امله بندې شوې دي .

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۸:۳۹
Background image

د اقتصاد وزیرې د مالیې سرپرست وزیر سره وکتل

د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د مالیې سرپرست وزیر, خالد پاینده سره په یاد وزارت کې وکتل.

په لیدنه کې د پروژو د اقتصادي مطالعاتو، څارنې، ارزونې، د پروژو د راپور ورکونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۸:۳۴
Background image

د اقتصاد وزیرې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د منځ وزارتي په پنځمه ناسته کې ګډون وکړ

افغانستان - د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي او د وزارت د تخنیکي او مسلکي معینیت سرپرست محمد نبي سروش، د اقتصادي همکاریو د سازمان ECO د وزارتونو ترمنځ په پنځمه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۴ - ۸:۵۵
Background image

بادغیس ولایت کې د چرګانو ساتنې پروژه Kitchen/ Garden په بریا سره پای ته ورسیده

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د چرګانو ساتنې پروژه Kitchen/ Garden چې د هغې د تطبیق مسوولیت د AWARDO موسسې په غاړه وه، نن په یوه پایلیز محفل سره چې په کې د اقتصاد رییس محمد ادریس حسان، د. . .

BACK TO NEWS