د اقتصاد وزارت د رهبرۍ غونډه تر سره شوه.
اقتصاد وزارت _افغانستان: د اقتصاد وزارت د رهبرۍ غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د یاد وزارت مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رییسانو، سالاکارانو او یو شمېر ولایتي رییسانو په ګډون تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د اقتصاد وزیرې اوسني حالت ته په پام سره، د لا زیاتو خدماتو په اړتیا باندې یې ټینګار وکړ.
ډاکټر فاریابي همدارنګه د ملي او نړیوالو بنسټونو له مسوولینو سره د رهبرۍ د تېرې غونډې د لاسته راوړونو په یادولو سره د ډیجیټلي سیستمونو، لکه MIS سیستم څخه په لازیاتې استفادې ټینګار وکړ.
په یاده غونډه کې د تېرو جلسو د پرېکړو په تعقیب د وزارت د مالي حالت د ولایتونو د اقتصاد ریاستونو د کړنو څرنګوالی او په کابل کې له بې ځایه شویو ولایتي کارکونکو څخه د کار اخیستنې، د افغانستان د سولې او پرمختګ دویم ملي سند سره د تلپاتې پراختیایي موخو د انطباق ورکوونې د پروسې په څرنګوالي او د قراردادي او سلاکارانو د کارونو د توقف له امله د تشو برخو د لرې کولو په مواردو باندې بحث وشو
