د اقتصاد وزیرې د نړیوال سازمان پراختیایي ادارې له رییس سره وکتل.

habibi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۹:۱۳
image

اقتصاد وزارت- افغانستان: اقتصاد وزارت او په کابل کې د نړیوال سازمان پراختیایي ادارې د ګډو کړنو د همغږۍ او تعقیبي غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فایابي او د نړیوال سازمان د پراختیایي ادارېUNDP رییس عبدالله الداردي په ګډون په اقتصاد وزارت کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزیرې د نړیوال سازمان د پراختیایي ادارې له همکاریو څخه د خوشحالی په څرګندولو د یادې ادارې فعالیتونه په اوسني شرایطو کې د افغانستان لپاره ګټور وبلل.

دواړو لوریو د تلپاتې پراختیا موخو د اجراییوي کمیټې د چارو په پروسه کې په ګډو همکاریو او د پروسې په ګړندي کولو او د تلپاتې پراختیا موخو د سکرتریت په بېرته فعالېدلو یې ټینګار وکړ. د نړیوال سازمان د پراختیایي ادارېUNDP رییس ژمنه وکړه، چې د تلپاتې پراختیا موخو له سکرتریت سره د ګډو همکاریو په لور به په ګډه کار وکړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۹:۱
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبرۍ غونډه تر سره شوه.

اقتصاد وزارت _افغانستان: د اقتصاد وزارت د رهبرۍ غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د یاد وزارت مرستیالانو، د مرکزي ریاستونو رییسانو، سالاکارانو او یو شمېر ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۹:۱۳
Background image

د اقتصاد وزیرې د نړیوال سازمان پراختیایي ادارې له رییس سره وکتل.

اقتصاد وزارت- افغانستان: اقتصاد وزارت او په کابل کې د نړیوال سازمان پراختیایي ادارې د ګډو کړنو د همغږۍ او تعقیبي غونډه د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فایابي او د نړیوال سازمان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو او د اقتصاد وزارت وزیرانو سره وکتل.

اقتصاد وزارت- افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د کار او ټولنیزو چارو له وزیر بشیر احمد ته‌ینج سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بهرنیو اتباعو د کار د جوازونو د. . .

BACK TO NEWS