پروژه های انکشافی ملی در سطح کشور

فعالیت موسسات غیر دولتی در کشور

پروژه های وزارت اقتصاد برای داوطلبی

د هېواد د اقتصاد د وزیر مصطفی مستور پېژندنه

Dr.Mustafa Mustoor   

ښاغلی مصطفی مستور په (۱۳۴۷ل.ل) کې د کابل په ده افغانانو کې زېږېدلی او په (۱۳۶۵ل.ل) کې له حربي لېسې په عالي درجه فارغ شوی دی. وروسته د کابل د معالجوي طب په انستیتیوت کې شامل شو او په (۱۳۷۱ل.ل) کې یې د فراغت سند ترې واخیست.

نوموړي په (۱۳۸۲ل.ل) کې د پاکستان په پریستون پوهنتون کې د ادارې او مدیریت په برخه کې ماسټري بشپړه کړه. پر دې سربېره یې د روغتیايي سیستم د پراختیا، عامه مالي چارو د ادارې، عامه اړیکو، تر شخړو وروسته هېوادونو کې د اداري اصلاحاتو او پروژو د اقتصادي تحلیل په برخو کې له نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق، یونیسف، اروپا کمیسیون او نورو معتبرو مراجعو څخه زیات باوري اسناد ترلاسه کړي دي.

ډاکټر مصطفی مستور د هېواد په اداري چارو کې تر مصروفیت وړاندې د (۱۳۷۲ـ۱۳۸۰ل.ل) کلو ترمنځ د طب د ډاکټر، په روغتونونو کې د ګڼو ملي پروګرامونو د مسوول، کورنیو او بهرنیو موسسو لکه د سویډن په کمیټه کې په افغانستان او پاکستان کې دندې ترسره کړې دي.

د نوې ادارې په جوړېدو یې لومړۍ رسمي دنده د عامې روغتیا وزارت د بلاعوضه مرستو او قراردادونو د رییس په توګه کار کول وو. د ۱۳۸۴ل.ل) په غبرګولې کې د مالیې وزارت د بودجې رییس وټاکل شو او درې کاله یې دا دنده ترسره کړه. وروسته د دغه وزارت مالي مرستیال شو او تر نهو کلو ډېر یې د هېواد په مالي، اقتصادي، پراختیايي او سیاسي برخو کې خدمت وکړ.

ده تل په افغانستان کې د ادارې د پالیسیو په برابرولو، خبرو اترو او تصویب او په افغانستان کې د بهرنیو مرستو په تنظیم کې د رهبرۍ رول درلودلی چې اوس تر جګړې وروسته هېوادونو کې د بهرنیو مرستو د مدیریت له خورا غوره پالیسو څخه ګڼل کېږي.

ښاغلي مستور د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز د لېږد د پروژې (ټاپي) له اصلي مرکچیانو څخه و او همدارنګه له مرکزي اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برښنیا د لېږد (کاسا زر) په پروژه کې د افغانستان لخوا د خبرو اترو د ټيم مهم غړی و. نوموړي د څو کلونو لپاره د افغانستان لخوا له نړیوال بانک، اسیا پراختیايي بانک، اسلامي پراختیا بانک، نړیوال وجهي صندوق او نورو مرسته کوونکو هېوادونو او نړیوالو موسسو سره د خبرو اترو مشري کوله.

د ده تر مشرۍ لاندې د هېواد د عامه لګښتونو او مالي چارو د مدیریت د لارې نقشه د ۲۲لومړیتوب لرونکو پروژو له ډلې د یوې پروژې په توګه په ټول افغانستان کې په دوو پړاوونو کې ترسره شوه. دغه پروګرام د افغانستان له لومړیتوبو سره د بهرنیو هېوادونو او موسسو د مرستو په همغږي کولو کې د هېواد په پراختیايي پروګرامونو کې خورا زیات مثبت بدلون راوست. نوموړي په همدې موده کې د عامه لګښتونو مالي منځمهالی چارچوب مدیریت کړ چې د مالي ډسپلین د پیاوړتیا سبب شو. نوموړي د نمونوي ادارو په توګه په خپلو ادارو کې د اصلاحاتو په برابرولو او پلي کولو کې مهم رول لاره او په هېواد کې یې د بودیجې جوړولو پالیسي پیل کړه.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت مشرتابه پلاوي د ارزښتناکو او نوښتګرو خدمتونو په سبب په (۱۳۹۵ل.ل) کې د غازي میرمسجدي خان مډال ورکړ.

همدارنګه ښاغلی مستور په نړیوال بانک، اسیا پراختیايي بانک او اسلامي پراختیايي بانک کې د افغانستان د پلاوي مرستیال رییس، د سارک د پراختیايي صندوق او جګړه ځپلو او ماتېدونکي او بحراني وضعیت لرونکو هېوادونو (g7+) له بنسټګرو څخه دی چې د مشرۍ د ټيم فعال غړیتوب یې هم لري.

نوموړی په تېرو ۱۲کلو کې د اریانا افغان هوايي شرکت د مشرتابه پلاوي غړی، د کلیوالو سرکونو د ملي پروګرام د رهبرۍ د کمېټې رییس او د زراعتي پراختیا د صندوق مرستیال رییس هم و چې په دغو برخو کې موسسو د پام وړ بریالیتوبونه درلودل. دی اوس د افغانستان او امریکې د متحده ایالاتو د ستراتیژیکو همکاریو تر هوکړه لیک لاندې د حکومتدارۍ د کاري ګروپ مسوول او مشر هم دی.

د هېواد په مالي، اقتصادي او پراختیايي چارو کې د نوموړي د بریالۍ ونډې له امله د ملي یووالي حکومت تصمیم ونیو چې نوموړی د اقتصاد د وزیر په توګه دنده ترسره کړي او د ولسمشرۍ د عالي مقام د ۱۳۹۶/۵/۱۵نېټې د ۱۵۷۳شمېره حکم پر اساس ډاکټر مصطفی مستور د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزارت د نوماند وزیر او سرپرست په توګه معرفي شو.

د (۱۳۹۶ل.ل) د لیندۍ په ۱۳مه د ۱۵۵مثبتو رایو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې لخوا د اقتصاد د وزیر په توګه ومنل شو.