بلخ ولایت کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو له امله د غیردولتي موسساتو د کړنو د همغږۍ او انسجام ناسته ترسره شوه

habibi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۲:۳۶
image

افغانستان- د اقتصاد وزارت: د کرونا له ناروغۍ د مخنیوي لپاره د غیردولتي موسسو د فعالیتونو د انسجام او همغږۍ بېړنۍ غونډه، د بلخ ولایت والي پوهنوال غلام فاروق خپلواک په مشرۍ او د ولایت مقام د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې ربابه نایبي، د ولایتي شورا رییس ډاکټر محمد افضل حدید، د دولتي اداراتو یو شمېر رییسانو او د کورني او بهرني موسسو مسوولینو په ګډون د ولایت د مقام په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د بلخ اوسیدونکو ترمنځ د کرونا ناروغی څخه د مخنیوي په میکانیزم او د دغه ناوړه ویروس د مهار لپاره د سرچینو په ټولونه لازمه پرېکړه ونیول شوه.

د ناستې په پای کې، د بلخ ولایت د اقتصاد له رییس انجنیر جنت ګل شرافت څخه د هغه د خدمتونو ستاینې په ویاړ، سوېډن هېواد کې د بې پولې انسانانو خوځښت د نړیوال سازمان له خوا د ستاینلک په ورکولو ستاینه وشوه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۱:۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو او د اقتصاد وزارت وزیرانو سره وکتل.

اقتصاد وزارت- افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د کار او ټولنیزو چارو له وزیر بشیر احمد ته‌ینج سره وکتل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بهرنیو اتباعو د کار د جوازونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۲۹
Background image

په اقتصادي فرصتونو پورې اړوند د دریو پروژو د طرحو څیړنه او پلټنه وشوه.

داقتصاد وزارت _ افغانستان-: د یوه پروګرام په ترڅ کې د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په حضور کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې، د مالي او اداري معنیت سرپرست، د پانګوونې د واحد رییس. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۱:۴۰
Background image

۳۹۱۴۶ کورنۍ مالي او خوراکي مرسته به تر لاسه کړي.

اقتصاد وزارتـ افغانستان : پام کې ده، چې د بلخ ولایت په مرکز او څوارلسو ولسوالیو کې ۳۹۱۴۶ اړمنو کورنیو ته د WFP د خوراک نړیوال سازمان په همغږۍ کې خوراکي توکي او پیسې وویل شي.

یاده موضوع. . .

BACK TO NEWS