په کابل ولایت کې د اقتصادي تاثیراتو ارزونه، د ډیټا تجزیه او د اساساتو تحلیل په نوم څلور ورځنۍ ښوونیز پروګرام جوړ شو.

اقتصاد وزارت_افغانستان: د اقتصاد وزارت د پایلو په بنسټ د څارنې او ارزونې ریاست څلور ورځنی ښوونیز پروګرام د اقتصادي تاثیراتو ارزونه، د ډیټا تجزیه او د اساساتو تحلیل په نوم د CBMC کمپني په همکارۍ او د المان (GIZ) د ارزونې، څارنې او اړیکو د دفتر په مالي ملاتړ په کابل ولایت کې جوړ شو.
په دې پروګرام کې د اقتصاد وزارت ۲۰ کسانو د مرکزي ریاستونو تخنیکي کار کوونکو کډون درلوده او له ګټې یې برخمن شول.
د یادونې وړ ده، چې د المان فدرالي دولت له ۲۰۱۶ م کال را په دیخوا د اقتصاد وزارت سره د بنسټیزې پیاوړتیا په موخه د څارنې، ارزونې، اړیکو او راپور ورکوونې په برخه کې مالي او تخنیکي همکاري کوي.