د هېواد د اقتصاد وزیر

د اقتصاد وزارت سرپرست

الحاج قاری دین محمد حنیف 

د وزیر صاحب انزور

 

الحاج قاري دین محمد "حنیف" د مرحوم قاري محمد نذیر زوی په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د بدخشان ولایت د یفتلي ولسوالۍ د سپین ارزانچي په کلي کې زیږیدلی دی، هغه په پنځلس کلنۍ کې د قرآن کریم حفظ بشپړ کړ او بیا یې د خپلو محترمو والدینو سره ابتدایي درسونه پیل کړل. نوموړی کله چې په خپلو درسونو بوخت وو د غویي د اوومې نیټې منحوسه کودتا وشوه.

د کمونستانو په واک ته رسیدو او د دې ناوړه پدیدې په وړاندې د جهاد او ملي وسله وال پاڅون له پیل سره، دیني مدرسې او ښوونیز مرکزونه د کمونستانو له خوا وتړل شول، د جګړو له امله ویجاړ او یا زیانمن شول.

بالاخره په ۱۳۶۴ هجري لمریز کال کې ګاونډي هیواد پاکستان ته سفر وکړ او هلته یې د سرحدي ایالت (خیبرپښتونخوا) په بیلابیلو مدرسو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. هغه مروجه علوم  بشپړ کړل او په خپل فارغ وخت کې د طالبانو اسلامي غورځنګ د هېواد د امنيت لپاره راڅرګند شو. قاري دین محمد "حنیف" هم د بدخشان ولایت له سلګونو طلباء سره له دغه کاروان سره یوځای شو.

د کابل له فتحې وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د رسمي واکمنۍ تر پایه پورې په لومړي سر کې د پلان د وزیر او بیا د لوړو زده کړو د سرپرست په توګه دنده ترسره کړله. هغه په ۲۰۰۳ کال کې د هیواد له اشغال او د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد له بیا پیل وروسته د بدخشان ولایت د جهاد مسئولیت په غاړه درلود.

په ۲۰۰۴ کال کې د سیاسي کمیسیون غړی، بیا د قطر د دفتر غړی او له امریکایانو او افغان لوري سره د مذاکراتي ټیم غړی وټاکل شو.

قاري دین محمد "حنیف" اوسمهال د افغانستان د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت سرپرست دی.