اقتصاد وزارت ته د افغانستان د پرانیستې دولتدارۍ د ګمرکي برېښنايي تدارکاتو د سیستم معرفي.
اقتصاد وزارت_افغانستان: د افغانستان د پرانیستې دولتدارۍ د تدارکاتو بریښنایي سیستم د تدارکاتو ادارې د دوو کارکوونکو له لوري اقتصاد وزارت ته معرفي او تشریح کړ .
د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي له دوی مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د ادارو سیستم بریښنایي کیدل د رونټیا، سرعت په تامین کې مهم دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي تدارکاتو ادارې نوی سیسټم د e-NPC په (۱۴۰۰/۰۴/۲۰) نیټه د ملي تدارکاتو کمیسیون په (۲۳۵) مه غونډه کې د ملي تدارکاتو د کمیسیون غړیو ته ور وپېژندل شو، تر څو د قراردادونو اعطاء، تعدیل فسخه او نورې اړوندې چارې ددې سیسټم له لارې مخته ولاړې شي.