بادغیس ولایت کې د چرګانو ساتنې پروژه Kitchen/ Garden په بریا سره پای ته ورسیده
افغانستان- د اقتصاد وزارت: د چرګانو ساتنې پروژه Kitchen/ Garden چې د هغې د تطبیق مسوولیت د AWARDO موسسې په غاړه وه، نن په یوه پایلیز محفل سره چې په کې د اقتصاد رییس محمد ادریس حسان، د ولایت د مقام مرستیال، د ولایتي شورا مرستیال او منشي، د کرنې رییس، د ښځو چارو رییسه، د AWARDO موسسې مسوول او نور اړونده سکتوري اداراتو په کې ګډون درلوده، په بریا سره پای ته ورسېده.
یاده پروژه د هندوستان هېواد د مالي مرستې څخه بادغیس ولایت کې تطبیقېږي چې زیات ګټه اخیستونکي یې ښځې وې.
د یادونې وړ ده چې د هندوستان هېواد تر اوسه بادغیس ولایت کې د 4517867،4 په ارزښت 15 پراختیایي پروژې تمویل کړې دي.