جمهوررئیس غني: بیرغ زموږ د استقامت، عزم او ملي ارادې بېلګه ده

جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د بیرغ ملي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې چې په جمهوري ریاست کې ترسره شول، ګډون او وینا وکړه.
په دغو مراسمو کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د ملي روغې جوړې عالي شورا او مشرانو جرګې رئیسانو، د کابینې او ملي شورا یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو هم حضور درلود، په پیل کې جمهوررئیس د هیواد ملي بیرغ هسک کړ.
د بانډو ټیم له لوري د ملي سرود تر غږولو وروسته جمهوررئیس وویل، بیرغ زموږ د څو زره کلن تاریخ له ویاړونو څخه دی. د بلخ ښار د رپاندو بیرغونو په نوم یادېده، زموږ بیرغ د افغانانو د ویاړ سمبول و او دی.
هغه زیاته کړه، زموږ بیرغ زموږ د یووالي او ویاړ نښه ده او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د دې بیرغ د رپانده ساتلو لپاره سرښندنې کوي.
جمهوررئیس وویل، زموږ ورزشکارانو دا بیرغ په ملي او بین المللي ډګرونو کې ورپاوه او له افغان مېرمنو څخه د ارزښتونو د ساتنې، د دوی د مقاومت او همداراز د جمهوریت او ملي بیرغ په ملاتړ د دوی له یووالي، پیوستون او پیاوړي ملاتړ په خاطر او دغه راز له ځوانانو څخه چې دغه بیرغ ته په هیله مندۍګوري، مننه کوم.
جمهوررئیس د دې په بیانولو سره چې زموږ بیرغ د استقامت، عزم او ملي ارادې بېلګه ده وویل، بیرغ وطن سره د مینې سمبول دی او افغانانو تل له وطن سره پیاوړې مینه لرلې.
جمهوررئیس زیاته کړه، د اسلامي نړۍ علماو په ځانګړي ډول په سعودي عربستان کې په خپله وروستۍ ناسته کې چې د پاکستان علماو هم حضور درلود په ټینګار وویل، په افغانستان کې جګړه هیڅ راز اسلامي مشروعیت نه لري.
جمهوررئیس څرګنده کړه، موږ د افغانستان د بربادۍ طرحو ته چې پردي او شبکې یې غواړي هیواد د جګړې په ډګر بدل کړي، نه تسلمېږو.
جمهوررئیس غني طالبانو ته په خطاب کې وویل، ایاد د افغانستان ملي ګټو ته ژمن یاست که د شبکو؟ ایا غواړۍ د نفاق زړي وکرئ، ابادي او ملي بنسټونه ویجاړ کړئ؟
جمهوررئیس وویل، زموږ غږ، سوله ده او ټول افغانان پر سوله اجماع لري، باعزته او تلپاتې سوله چې د ټولو راتلونکی پکې خوندي وي.
جمهوررئیس زیاته کړه، موږ د تغییر لپاره نیت، برنامه او واضح پلان لرو، زموږ نیت د ارزښتونو ساتنه، د تلپاتې سولې راوستل او په هیواد کې د نظم ایجادول دي. د عمل پلان چمتو دی او ژر به د تغییراتو شاهدان اوسئ.