د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اقتصاد وزیر ښاغلي ډاکټر مصطفی مستور په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې مېرمن Karen Decker سره وکتل.
![image](/sites/default/files/2019-11/76615098_1202729349924679_2152262348872613888_n.jpg)
په دغه لیدنه کې د اقتصاد وزیر په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په اقتصادي چارو کې د امریکا رول مهم وباله او د افغانستان د دولت او خلکو لپاره یې د امریکا مرستې ارزښتناکې وبللې. مېرمن Decker هم په افغانستان کې د خپل هېواد حضور او ملاتړ د حاکمو شرایطو اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې امریکا د افغانستان له حکومت او خلکو سره دوامدارې سولې او بهتر ژوند ته تر رسېدو پورې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د افغانستان په ملي او اداري پدیدو کې شفافیت او اغېزمنتیا خپل لومړیتوبونه ګڼي.
په پای کې دواړو لوریو د اقتصادي ودې او سوله ییز افغانستان لپاره د اړیکو د اغېزمنتیا په موخه پر دغه ډول ناستو ټینګار وکړ. ۳۰ عقرب ۱۳۹۸