د اقتصاد وزات د رهبرۍ دوهمه ناسته جوړه شوه
افغانستان - د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزارت د رهبرۍ دوهمه ناسته د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ او د وزارت مرستیالانو، مرکزي رییسانو او د ځینو ولایتي رییسانو په ګډون جوړه شوه.
د اقتصاد وزیرې په دې ناسته کې له MIS سیستم څخه د استفادې لپاره مننه وکړه او د مرکزي او ولایتي رییسانو ته یې هدایت وکړ، چې د خپل کړنو راپورونه په سیستم کې ثبت کړي.
همدارنګه ډاکتر فاریابي په اداري مصارفو کې د کمښت او د قراردادونو په تړون کې د روڼتیا اصل ته په پاملرنې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د بودیجې په مصرف کې پرمختګ، د وزارت په جوړښت کې اصلاحات، د وزارتي دننه کمېټو د غړیو ریاستونو د راپور ورکوونې د تګلارې تنظیم، په فترونو کې د حفظ الصحې د لارښود پلي کول، د جینوا کنفرانس ژمنو ته تطبیقي پلان جوړول او د ولایاتو د اقتصاد ریاستونو د وړاندیزونو او ننګونو په اړه بحث وشو.
د بدخشان، کاپیسا، بلخ او هلمند ولایتونو د اقتصاد رییسانو په سکتوري ادارو کې د همغږۍ به اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.
د اقتصاد وزیرې په دې غونډه کې د وزارت د ولایتي ریاستونو د ننګونې د حل لپاره ټینګار وکړ او د لا زیاتو همغږیو او د شته ننګونو د حل لپاره یې اړوندو ادارو ته لازم هدایت ورکړل.