د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد "حنیف" نن سه شنبه د ۱۴۰۲ لمریز کال د شوال د میاشتې په ۱۲ مه نېټه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له مرستیالې مېرمن ګیلیان ټریګس او ورسره پلاوي سره وکتل.

آغلې ګیلیان ټریګس په افغانستان کې د خپلو اړوندو ادارو د فعالیتونو په اړه د اقتصاد وزارت مشرتابه ته معلومات ورکړل او یاده یې کړه چې په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت تامین د دغه سازمان د فعالیتونو د پراخیدو لامل شوی دی. نوموړې باميانو ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د خلکو له تود هرکلي څخه خوښي څرګنده کړه او په هغه ولایت کې یې د دې ادارې له یو شمېر پروژو څخه لیدنه وکړه چې په کې د یوه ښوونځي د ودانۍ بشپړول، د ځوانانو د ټولنیز مرکز ترمیم او د قابله ګۍ دوه کلن پروګرام شامل دي. همدارنګه دوی په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د ۱۴۴ داخلي بې ځایه شویو کورنیو لپاره سرپناه جوړه کړي او د دې په اړه یې د اقتصاد وزارت سرپرست ته هم ډاډ ورکړ.
د اقتصاد وزارت سرپرست د (UNHCR) د دفتر له کړنو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې د ذکر شوي پلاوي وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه، چې په ټول هېواد کې به د دې ادارې د پروژو په ښه تطبیق کې همکاري وکړي.