د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره خاص استازي سره وکتل.
نن د روان کال د کب د میاشتې ۱۷ مه د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره خاص استازي سره وکتل.
د او آی سي مرستیال او د افغانستان لپاره خاص استازي ښاغلي دكتور طارق علي بخيت د افغانستان لپاره د بشري، انکشافي او پراختیايي مرستو په اړه خبرې وکړې.
د او آی سي مرستیال وویل؛ د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هیوادونه له افغانستان څخه ملاتړ کوي او په پام کې ده چې په راتلونکي بودجه کې د بشري مرستو تر څنګ به د هغه پروژو چاری چي بشپړې شوې ندي تکمیلې شی او د زيربنايي او عام المنفه پروژو په تطبیق به تمرکز وشي