د اقتصاد وزارت مالي او اداري معینیت سرپرست ښاغلی حامد همدرد ٫ د کندهار ولایت والي ښاغلی حیات الله حیات او د اقتصاد وزارت غیردولتي موسسو رئیس ښاغلي احمد ریاض صدیقي په ملتیا په کندهار ښار کې د ملګرو ملتونو د بیلابیلو برخو له چارواکو سره ولیدل.
لومړی یې په کندهار کې د میشته بهرني موسسو چارواکو سره د ژمنیو مرسته رسونکو سازمانونو د چمتووالی، کرونا ویروس د احتمالي دویمې څپې لپاره چمتووالی او پولیو واکسین د پلي کولو لپاره چمتوالي، په هلمند او کندهار والیتونو کې کورني بې ځایه شوو خلکو ته د پاملرنې او د پرمختیايي پروژو په دوام بحث وکړ.
وروسته د اقتصاد وزارت مالي او اداري معینیت سرپرست دوامداره پرمختګ او د شته ګواښونو د زیانونو راکمولو لپاره، د دوی له هر اړخیزو همکاریو څخه مننه وکړه او په سویلي افغانستان کې د پراختیایي پروژو انډول، سموالي او مهالویش باندې ټینګار وکړ، له دولت سره د همغږۍ په پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.