د اقتصاد وزیرې د افغانستان او سلواکیا همکارې کمپنۍ د تجدید وړ انرژۍ له استازو سره وکتل

افغانستان- د اقتصاد وزارت :د اقتصاد وزیرې ډاکتر کریمه حامد فاریابي د تجدید وړ انرژیو کې د افغانستان او سلواکیا د همکارۍ کمپنۍ رییس ډاکټر محمد عمر تیموري او د باختر خصوصي پوهنتون رییس او یو شمېر راغلو پلاو سره وکتل.
په دې لیدنه کې ډاکټر تیموري د انرژیو د امنیت زیاتوالي، افغانستان کې د انرژیو د تولید په برخه کې د شته و ظرفیتونو، د انرژيو له اړخه د افغانستان ځان بسیاینې ته د تګلارو د پلټلو، په افغانستان کې د انژيو له پتانسیل څخه موثره استفاده، په مختلفو برخو کې د انرژيو څخه ښه ګټه او د استفادې اغیز او په افغانستان کې د یوې سټندرد لمریزې بریښنا د تولید مرکز د جوړولو په پروسو پریزنتیشن وړاندې او معلومات ارایه شول.
د اقتصاد وزیرې په پرزنټیشن کې د ځای پر ځای شوي معلوماتو او طرحو په ستایلو سره ټینګار وکړ، چې اقتصاد وزارت د نورو اړوندو اداراتو په همغږۍ او د حکومت مشرتابه لارښوونې سره سم د دې پرزنټیشن د مواردو د تطبیق لپاره هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دي.