د اقتصاد وزیرې په کندهار ولایت کې د ښځینه متشبثینو او ښځینه پانګوالو سره وکتل

habibi_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۴ - ۹:۱۲
image

کندهار: ۱۳۹۹/ کب/ ۱۴

تیره ورځ له غرمې وروسته ډاکټر کریمه حامد فاریابي په کندهار ولایت کې د یو شمېر ښځینه متشبثینو او ښځینه پانګوالو سره وکتل.

په لومړي سرکې یو شمېر متشبثینو ښځو کندهار ولایت ته د اقتصاد وزیرې په ورتګ خوښي څرګنده کړه او د هیواد په جنوبي حوزه کې د ښځینوو پانګوالو په وړاندې پرتې ننګونې او ستونزې د اقتصاد له وزیرې سره شریکې کړې او د دولت د جدي توجو غوښتنه یې وکړه.

وروسته د اقتصاد وزیرې ژمنه وکړه، چې دولت په ټوله کې د خصوصي سکتورونو څخه او په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځینه و متشبثینو ته متهد دی او څرګنده یې کړه، چې د ښځینه و پانګوالو د ستونزو په حلولو کې به هیڅ ډول دریغ ونه سپموي او د دوی د ملاتړ لپاره به ټولې لارې چارې به برابرې کړي.

همدا راز د اقتصاد وزیرې دوی ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دوهم سند په پرتو کې، موږ دنده لرو، چې په ټولنه کې د میرمنو شتون او د هغوی لپار مارکیټ جوړولو زمینه برابره کړو، ترڅو د اقتصادي ودې او ټولنیزې هوساینې ته ورسیږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS