د خصوصي سکتور د کاري ډلې غونډه(TWG)

habibi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۳۱ - ۸:۲۱
image

اقتصاد وزارت - افغانستان: د خصوصي سکتور کاري ډلې غونډه (TWG) د ننګرهار ولایت اقتصاد رئیس په مشرۍ او نورو اړوندو غړو په ګډون جوړه شوه. په یاده غونډه کې د کورنيو تولیداتو د نندارتون جوړیدو او د دغو تولیداتو د خرڅلاو لپاره زمینې برابرولو په اړه، په کالیزه (جنتری) کې کورنيو تولیداتو ته د یوې ځانګړی اونۍنومولو په اړه او همداراز د ښځینه تولیدووکو لپاره د یو ځانګري مارکېټ د جوړولو په اړه بحث ترسره شو.

د غونډې په پای کې د ګډون کوونکو وړاندیزونه او غوښتنې واوریدل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د اقتصاد وزارت د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دوهم سند د لومړیتوبو په رڼا کې ژمن دی څو د معیاري مارکېټونو په رامنځته کولو کار وکړي او په کورنيو او نړیوالو بازارونو کې له کورنیو تولیداتو څخه ملاټر د خپل کاري لومړیتوبونو په توګه ګڼي.

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS