د زېربنا د روڼتیا شاخص به په آزمایشي ډول په افغانستان کې تطبیق شي

habibi_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۰:۲
image

د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې د میاشتې ۱۸ نېټه، کابل

نن له غرمې وروسته، د اقتصاد وزارت، د افغانستان د زېربنا د روڼتیا ابتکار (کاست) او د ملي تدارکاتو ادارې تر منځ یوه غونډه د اقتصاد وزارت د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه.

په لومړي سر کې د اقتصاد وزیرې، ډاکتر کریمه حامد فاریابي او د افغانستان د زېربنا د روڼتیا ابتکار د ښکېلو بنسټونو د ډلې رییس د زېربنا د روڼتیا شاخص تطبیق ته اړه اشاره وکړه او د دغه شاخص په تطبیق کې د کاست او ملي تدارکاتو ادارې تر منځ د یوې تخنیګي ډلې په رامنځته کولو او نورو مواردو کې د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په موخه ټینګار وشو.

وروسته بیا صبغت الله کریمي، د افغانستان د زېربنا د روڼتیا ابتکار د ملي دار الانشا رییس، د زېربنا په سکتور کې د مثبتو اصلاحاتو او د زېربنا د روڼتیا شاخص پر اهمیت باندې خبرې وکړې.

همداراز الهام عمر هوتکي، د ملي تدارکاتو رییس د اطلاعاتو د خپرولو او د زېربنا د روڼتیا شاخص د اهمیت په اړه وویل: «د دغه شاخص امتیاز ورکول، باید بنسټونه اصلاحاتو او اقداماتو ته وهڅوي، تر څو ادارې، هغه امتیاز ته په پام سره چې دوی یې اخلي، جدي او اړین اصلاحات راولي». هغه همداراز ټینګار وکړ چې د زېربنا د روڼتیا شاخص تطبیق باید په یوه سند بدل شي.

همداراز د دغه شاخص د امتیاز کارت باید د بنسټونو له تدارکاتي صلاحیتونو او پراختیايي بودجې سره وتړل شي، تر څو ادارې لا نور جدي اقدامات وکړي.

ولید هویدا، د کاست د ښکېلو بنسټونو د ډلې غړي، د غونډې په دوام، دولتي بنسټونو ته د کاست پر اهمیت او د ځوابویونکي ګرځولو لپاره د هغه پر اقداماتو خبرې وکړې.

همداراز د غونډې ګډونوالو د OCD4IDS سټنډرډ پر تطبیق باندې خبرې وکړې او د ملي تدارکاتو ادارې رییس ډاډ ورکړ چې د دغه سټنډرډ د تطبیق لپاره له کاست سره د همکارۍ تر څنګ د زېربنايي پروژو د اطلاعاتو د خپرولو لپاره ځانګړې پاڼه جوړه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS