د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د قوس میاشتې تر 28مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 19827سوالګر راټول شوي دي
د سوالګرو راټولولو کمېټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د قوس میاشتې تر 28مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 19827سوالګر راټول شوي دي. د راټولو شویو سوالګرو له جملې 11285 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 4730مستحقې او 6555بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. 1812نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 684مستحق ګڼل شوي او 1128بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو 19827سوالګرو کې 6730ماشومان دي چې له ډلې یې 2737مستحق، 3931حرفوي او 62بیا بې سرپرسته ماشومان دي. بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.