د (GMRS_PMRS) څارنې او ارزونې مرکزي او ولایتي سیستم دولتي اداراتو ته اړینه ګزینه ده

habibi_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۹ - ۸:۳۵
image

د افغانستان د اقتصاد وزارت: د (GMRS_PMRS) څارنې او ارزونې مرکزي او ولایتي سیستم پر کابل ښار سربېره په (بلخ، هرات، کندهار، پروان، لغمان، کونړ، فراه، میدان وردګو، ننگرهار، فاریاب، غور او غزني) ولایتونو کې هم پراختیا وموندله.

دغه سیستم چې د روڼتیا, حساب ورکولو او د برنامو او پروژو د پر وخت تطبیق په موخه رامنځته شوی، په ۱۳۹۹/۶/۳ نېټه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې غونډې (۱۸) ګڼه مصوبې له مخې او د اقتصاد وزارت د مشرتابه د هدایت پر اساس په یاد ولایتونو کې بېرته پرانیستل شو.

د اقتصاد ولایتي رییسانو د دې سیستم د استفادې لپاره تخنیکي روزنه ترلاسه کړې او د منظم او په وخت راپور ورکونې لپاره د دغه سیستم آی ډي او د ننوتلو پټ نوم یې ترلاسه کړی دی.

د یادو ولایتونو له مشرتابه سره د پروژو د پرمختګ، د سیمه ییزو اړتیاوو د تشخیص او د هغوی د موثرې لومړیتوب ورکونې معلوماتو ته یې د افغانستان د خلکو د لاسرسي لپاره د دې سیستم کارول اغېزمن بللي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS