غیر دولتي موسساتو د همغږۍ غونډه جوړه شوه

habibi_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۵:۳۰
image

د غیر دولتي موسساتو د همغږۍ غونډه د غزني ولایت د اقتصاد رییس په مشری جوړه شوه.

په دې ناسته کې د تېرې غونډې د پریکړو په تعقیب د اقتصاد ریاست په همغږۍ د ناور په ولسوالۍ کې د بېډ کلینیک په تجهیز د (COAR ) د موسسې کارکونکو په معاشونو کې د ځنډ لامل او له مرکز څخه د هغې په تعقیب د موسساتو د کاري پلانونو لیږدول او موسسو ته د هغوی د کاري پلانونو د لېږلو لپاره د وخت پر ټاکلو باندې خبرې وشوې.

په دې غونډه کې هغه موسسو ته (COAR,APRCO,HETO,JFAP,WASTA,SCA,APR,FAO,CARE) چې خپلې اړین او اړوند سندونه یې اقتصاد ریاست سره نه دي شریک کړي، هدایت ورکړل شو، چې د پروژو اړوند سندونه د تخنیکي غونډې د جوړولو او د هغوی اړوند سکتورونو ته د معرفي په موخه اقتصاد ریاست ته واستوي.

غونډه د اقتصاد ریاست لخوا د ځینو وړاندیزونو لکه: دولتي اداراتو او موسساتو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي، د موسسو سندونه په وخت بشپړولو لپاره اقدام، د اقتصاد ریاست ته د موسسې په خپل وخت راپور ورکول، د پروژو د پلي کولو په وخت کې اقتصاد ریاست سره د موسساتو همغږي او اقتصاد وزارت ته د پروژو د بشپړولو په وخت کې راپور ورکول او د وړاندیزونو په شریکولو پای ته ورسیده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS