قطر ته د افغان کارګرو لیږلو په اړه مشورې پیل شوې:
د اقتصاد وزارت نومانده او سرپرسته وزیره ډاکټره کریمه حامد فاریابي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر ښاغلی بشیر احمد ته ینچ، او د دوارو خواو کاري ټیم په ګډون د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ناسته کې د قطر په ګډون عربي هیوادونو ته د افغان کارګرو د لیږلو پر پلان بحث وشو.
پیل کې، د اقتصاد سرپرستې وزیرې قطر ته د تېرې میاشتې سفر په اړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په مشرۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي په ګډون تر سره شوی وه او د خپلې لیدنې په اړه چې د قطر هېواد د اداري پراختیا ، کار او ټولنیزو چارو وزیر سره یې کړې وه خبرې وکړې او د د قطر هیواد له خوا دافغان کارګرانو د منلو چمتوالي خبر یې ورکړ.
وروسته ، د یاد تړون پر کړنلارو او په قطر کې د کارګرو کاري شرایطو څرنګوالي باندې بحث ترسره شو او، په کابل کې د افغان لوري د مسلکي او تخنیکي کمیټې د جوړولو په اړه لازمې پریکړې وشوې.