نن سه شنبه د 2/12/1402 هجری لمریز کال چې د 10/12/1444 هجری قمری کال سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د اداری مالي او همغږۍ معین مولوی محمد علم "جمیل" د OCHA د اداری له معاون سره په خپل دفتر کی وکتل.

press
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۳ - ۱۱:۱۴
نن سه شنبه د 2/12/1402 هجری لمریز کال چې د 10/12/1444 هجری قمری کال سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د اداری مالي او همغږۍ معین مولوی محمد علم "جمیل" د OCHA د اداری له معاون سره په خپل دفتر کی وکتل.

نن سه شنبه د 2/12/1402 هجری لمریز کال چې د 10/12/1444 هجری قمری کال سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د اداری مالي او همغږۍ معین مولوی محمد علم "جمیل" د OCHA د اداری له معاون سره په خپل دفتر کی وکتل. په دې کتنه کې د OCHA معاون په افغانستان کې د دغه سازمان د مرستو او فعالیتونو د چټکتیا په خاطر د اقتصاد وزارت له همغږۍ څخه مننه وکړه. دوی هغه وړاندیزونه او ستونزې چې دغه اداره ورسره مخ ده د دغه وزارت د مالي او اداري او همغږۍ له معین سره شریکې کړې او هغوی ته یې د خپلو فعالیتونو د دوام ډاډ ورکړ. په پای کې د دغه وزارت د اداري او مالي او همغږۍ معین له دغې ادارې سره د دغه وزارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS