نن یکشنبه 24/5/1444 هـ ق د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په مشرۍ د رهبرۍ دریمه غونډه د محترمو رئیسانو په ګډون جوړه شوه
نن یکشنبه 24/5/1444 هـ ق د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په مشرۍ د رهبرۍ دریمه غونډه د محترمو رئیسانو په ګډون جوړه شوه:
د کرنې او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي زیرمو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، د اقتصاد وزارت د کرنې او کلیو پراختیا رئیس محمد یونس سالک، د مالیې وزارت اداري مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د ملي بودیجې د عمومي ریاست سرپرست حبیب الله سباوون، د افغانستان د سوداګرۍ خونې رئیس محمد یونس مومند، د کرنې او مالدارۍ د خونې رئیس حاجي اختر محمد احمدي، د صنایعو او کانونو د خونې رئیس رحیم الله سمندر، په هیواد کې د غیر فعالو سړو خونو د بیا احیا او فعالولو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ۱۴۴۴/۲۶/۴/۱۵ نیټې د ۱۵ ګڼې پریکړه لیک د ۲ فقرې د لارښوونې د تطبیق په اړه غونډه وکړه. ياده شوې کميټه به خپلې موندنې، وړانديزونه او د کار پايلې د تصميم نيولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت کابينې ته وړاندې کړي.