په اقتصاد وزارت کې روغتیا خونه پرانیستل شوه.
اقتصاد وزارت_افغانستان: د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي له لوري په اقتصاد وزارت کې د لومړنیو طبي تجهزاتو او وسایلو درلودونکې روغتیایي خونه د یاد وزارت کارکوونکو ته د لومړنیو او اضطراري روغتیایي خدماتو په موخه پرانیستل شوه او په کار یې پیل وکړ.
د اقتصاد وزیرې ددې روغتیایي مرکز د پرانیستلو پرمهال د کرونا ناروغۍ د له منځه وړلو هیله درلوده او ددې روغتیایي مرکز څخه د غوره او موثرې کارونې لارښوونه یې وکړه.
همدارنګه ډاکټر کریمه حامد فاریابي د ناروغیو؛ په ځانګرې توګه د کرونا ناروغۍ په وړاندې د اقتصاد وزارت د کارکونکو د وقایوي پوهاوی د پیاوړتیا په موخه ددې مرکز په کارونې ټینګار وکړ.