په ولایتي پراختیايي ناسته کې د (۱۴۰۱) کال پراختیايي پلان نهايي شو.
ولایتي پراختیايي ناسته چې د ولایت د محترم مرستیال والي ښاغلي عبدالولي سهي په مشرۍ د دوهمي واحدونو او مؤسساتو د مسؤلینو په ګډون سره ولایت مقام د ناستو په تالار کې تر سره شو، په لړ کې یې د (۱۴۰۱) کال پراختیايي پلان چې د (۷۳) پروژو درلودونکی دی، له وړاندې کولو څخه وروسته نهايي، د مستوفیت له لوري په (۱۴۰۰) مالي کال بودجه کې شاملې ولایتي پروژې د ادارو له مسؤلینو سره یو ځل بیا شریکې، د ولایتي نظارتي ټیم د دندو لایحه وړاندې او نهايي؛ د ښار جوړونې وزارت له لوري د پروژو د قسطونو پرداخت ستونزه بحث، او (۳) نورو موضوعاتو باندې لازم بحثونه تر سره او پرېکړې اتخاذ شوې.