ﻭﻟﺴﻤﺸﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﺍﺷﺮﻑ ﻏﻨﻲ او د ولسمشر مرستیالانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د کمال خان د اوبو بند پرانیسته په یو لړ مراسمو کې وشوه او نوموړی بند یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

habibi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۴ - ۱۲:۴۸
image

نن له غرمې وړاندې د هیواد ﻭﻟﺴﻤﺸﺮ ﻣﺤﻤﺪ ﺍﺷﺮﻑ ﻏﻨﻲ او د ولسمشر مرستیالانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د کمال خان د اوبو بند پرانیسته په یو لړ مراسمو کې وشوه او نوموړی بند یې ګټې اخیستنې ته وسپاره.

ﻭﻟﺴﻤﺸﺮ محمد اشرف ﻏﻨﻲ ﺩ ﮐﻤﺎﻝ ﺧﺎﻥ ﺑﻨﺪ د ﭘﺮﺍﻧﯿﺴﺘﻠﻮ په ﻣﺮﺍﺳﻤﻮ ﮐﯥ ﻭﻭﯾﻞ : مونږ باید د افغانستان اوبه په ښه توګه مدیریت کړو، د نیمروز ولایت راتلونکی نه یوازې په کمال خان بند پورې تړلی دي، بلکې زرنج به په یوه پیاوړي نړیوال بندر بدل شي او د زرنج ستر غنیمت، چابهار بندر دی.

ﮐﻤﺎﻝ ﺧﺎﻥ ﺑﻨﺪ د نیمروز ولایت د زرنج ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې جوړ شوی دی. دا بند ﺩ ۱۶ ﻣﺘﺮو ﭘﻪ جګوﺍﻟﻲ ﺳﺮﻩ ﺩ ۵۲ ﻣﯿﻠﯿﻮنه ﻣﺘﺮ ﻣﮑﻌﺐ ﺍﻭﺑﻮ د ﺫﺧﯿﺮې ﮐﻮﻟﻮ ﻇﺮﻓﯿﺖ ﻟﺮﻱ. ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻥ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﭘﻪﻭﯾﻨﺎ ﺩﻏﻪ ﺑﻨﺪ ﺑﻪ ۱۷۴ ﺯﺭﻩ ﻫﮑﺘﺎﺭﻩ ځمکه ﺧړﻭبوﻱ ﺍﻭ ﻫﻢ به وکولای شي، چې ۹ میګاواته بریښنا ﺗﻮﻟﯿﺪ ﮐړﻱ.

دا په داسې حال ده، چې د نوموړي بند پرانیستل د ښاریانو د تود هرکلي سره مخ شو.

د یادونې وړ ده، چې دا بند پروسکال د مرغومې میاشتې څخه پیل شوی و.

ددې بند په پرانیستلو سره د یوې سترې اقتصادي پېښې په توګه د افغانستان په تاریخ کې د آبادی، سمسورتیا، د نمیروز ولایت د اقتصاد او کرنې وده، د موسمي سیلابونو مخنوی او په سلګونو خلکو ته د دندې فرصتونه برابرولو ترڅنګ د افغانستان په ټولو سیمو کې د اوبو د ښه مدیریت لپاره د دولت ټینګې ارادې روښانه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د وري د میاشتې څلورمه نیټه د کمال خان د اوبو بند د پرانیستلو په ویاړ د افغانستان د کابېنې له لوري دا ورځ د اوبو د مدیریت د ملي ورځې په نامه ونومول شوه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په هرات ولایت کې د زلزله ځپلو کورنیو ته د رسیدګۍ په موخه د کورنیو او بهرنیو غیر دولتي ادارو له مسوولینو سره د مرستو او بشردوستانه فعالیتونو د ګړندیتوب په موخه غونډه وکړه.

نن یکشنبه  د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی کال د میزان د میاشتې د ۱۶ نیټې سره سمون خوري الحاج قاري دین محمد حنیف د اقتصاد وزارت سرپرست د کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۵:۳۸
Background image

د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ جوره شوه.

نن سه شنبه د ۱۴۴۲/۶/۲۱ هـ ش نیټه چې د ۱۴۴۵/۲/۲۶ هـ ق نیټې سره سمون خوری د اقتصاد وزارت د رهبري پلاوي نوبتي غونډه د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د اقتصاد وزارت مالي. . .

BACK TO NEWS