افغانستان- د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزارت د رهبرۍ دوهمه غونډه د ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ جوړه شوه
![وزارت اقتصاد_افغانستان: دومین جلسه هیئت رهبری وزارت اقتصاد، تحت رهبری دوکتور کریمه حامد فاریابی برگزار شد](/sites/default/files/2021-04/178414160_1617793738418236_7918168573259820143_n.jpg)
افغانستان- د اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزارت د رهبرۍ دوهمه غونډه د ډاکټر کریمه حامد فاریابي په مشرۍ جوړه شوه
په دې ناسته کې د دې وزارت د ستراتیژیک پلان په اړه د وزارت جوړښت د بیا کتنې طرحه او د معلوماتي مدیریت د سیستم(MIS) استفادې په اړه بحث وشو.
د اقتصاد وزیرې د وزارت د جوړښت له سلامتي او تایید نه خبر ورکړ او ویې ویل: څارنه او ارزونه د اقتصاد وزارت له اصلي دندو څخه دي او باید په واقعي او تخصصي ډول ترسره شي.
نوموړې همدارنګه د معلوماتو مدیریت د سیستم (MIS) په عملي کېدلو ټینګار وکړ.