لغمان بادپښ والسوالۍ کې د ۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
د (RRDPO) موسسې په تخنیکي همکارۍ او د (WFP) په مالي ملاتړ د لغمان ولایت بادپښ ولسوالۍ کې ۷۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
دغه مرسته کې ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵ کیلوګرامه غوړي،۶.۲۵ کیلوګرامه دال، ۱.۵ کیلوګرامه مغذي حلوه او ۳کیلوګرامه مغذي وړه شامل و.
په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې، د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد په لارښونه د یاد ریاست سکتوري مدير محمدباز منیب ګډون کړی وو. د اقتصاد ریاست استازې د یادې موسسې له مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه ترڅو د ویش بهیر په شفاف ډول مخ ته یوسې