د ښځو ځواکمنتیا، د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي د مخنیوي لپاره ښه پیل دی

hurmat
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۲:۴۸
image

نن له غرمې وروسته ، د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت ، په اقتصاد وزارت کې د میرمنو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.

په دغه نندارتون کې د اقتصاد وزیرې آغلې کریمه حامد فاریابي د دې برنامې پیل په هیواد کې د ښځو د ځواکمنتیا یوه نښه او د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره ښه لاسته راوړنه وبلله.

نوموړي زیاته کړه چې: "څرنګه چې ښځې په کورنۍ اقتصاد کې مهم رول لوبوي ، نو د ملي اقتصاد د ودې او پرمختګ په ډګر کې دوی ته باید ونډه ورکړل شي تر څو چې ټول یوزای د ټولنې د ځان بسیاینې او هوساینې لپاره کار وکرو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۱۹
Background image

*محترم الحاج قاري دین‌محمد «حنیف» د اقتصاد وزیر، د نړیوالې موسسې CRS له عمومي رئیس شان کلاهان او ورسره مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال، د بشري مرستو د دوام، د معیشتي ستونزو اغېزمنې حل‌لارې او راستنېدونکو ته د لازمې اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.*

په دې لیدنه کې، د اسیا او اروپا لپاره د CRS د سیمه‌ییز دفتر رئیس حسن محمد المهدي او په افغانستان کې د CRS د دفتر رئیسې مېرمن برانون مور هم ګډون درلود. د یادې موسسې مسؤلینو د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۹:۴۶
Background image

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

په زابل ولايت کي (316) کورنیو ته څه باندي دوه (٢) ميليونه افغانی وويشل شوي

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۲۵
Background image

د اقتصاد وزارت سرپرست الحاج قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له مشرې ډانیل اندریس او د اوچا له مشرې میرمن ایزابیل موسارډ سره وکتل.

نن یکشنبه د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې په ۲۳ نیټه چې د ۱۴۰۲ هجري شمسی، کال د میزان د میاشتې له ۱۶ مي نیټې سره سمون خوري د اقتصاد وزارت سرپرست وزیر الحاج قاري دین محمد حنیف. . .

BACK TO NEWS