د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او هند تر منځ د پراختیایې همکارۍ د ګډي کمېټې د دوهمې ناستې راپور

hurmat
Thu, Nov 08 2018 10:47 AM
image

لمړۍ ورځ:

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او هند تر منځ د پراختیایې همکارۍ د ګډې کمېټې دوهمه ناسته د ۱۳۹۷ لېږدیز لمریزکال د زمري میاشتي په ۱۷ نېټه د چهار شنبې په ورځ چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د اګست میاشتې ۸ مي سره سمون خوري ، د کابل په سرینا هوټل کې جوړه شوه. دا غونډه د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي په وینا سره رسمأ پیل شوه . د دې دوه ورځنۍ ناستې موخې ، په مختلفو برخو لکه : زیربناوو، د وړو پروژو جوړول، د اقتصادي او پراختیایې همکاریو په استفادې سره د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو دوام، په ټولو برخو کې د اوږد مهاله همکاریو ټینګښت او د افغانستان او هند ترمنځ د پراختیایې همکاریو د ډلې د دوهمې ناستې د خبرو د پایلو لاسلیک تشکیلاوو. په ګډه کمیټه کې د پخوانیو پروژو تر څنګ، د افغانستان له لورې نوې پروژې هم د تمویل په خاطر دوست هیواد هند ته وړاندې شوې او په اړه یې دواړو لورو تخنیکي او ګټوري خبرې درلودې . د ناستې په ترڅ کې د اقتصاد وزارت تخنیکي ډلې له لورې، دکار لاندې او وړاندیز شویو پروژو په اړه پریزنټیشن وړاندې شو.

د کنفرانس دوهمه ورځ :

 

د کاري کمېټې ګډه ناسته لمړۍ ورځ د پنجشنبه په ورځ د زمري میاشتې په ۱۸ نېټه د مازدیګر څلور بجې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو د منشي ښاغلي تیرو مورتي په خبرو پیل شوه ، په دوهمه ورځ هم د غوښتنو او ګډو موخو په اړه دوه اړخیزې تخنیکي خبرې وشوې .

د دوهمې ورځي د ناستې د خبرو لنډیز په لاندې ډول وو:

۱- د آب ګردان شاتوت بند پروژه :

د آب ګردان شاتوت بند چې د کابل په سویل کې موقعیت لري، د سروې لړۍ یې په بشپړېدا ده . دافغانستان لوري هند ته ژمنه ورکړه چې د دې پروژې د سروې لړۍ به د ۲۰۱۸ زېږدیز کال تر پایه بشپړه شي او د جوړېدا په خاطر به لا ډېر جزیات هند سره ګډ ، او وروسته به عملي کار پیل شي.

۲- د ۱۰۰۰ عرادو ښاري بسونو غوښتنه :

دا وړاندیز په پرنسیپ کې هم ومنل شو ، د هند غوښتنه دا وه چې د افغانستان له لورې یې په اړه لاډېر دلایل او توضیحات ورکړل شي ، تر څو د هغو سره سم عرادې چمتو او دافغانستان د حکومت او خلکو په واک کې ورکړل شي .

۳- د زړو بسونو د ترمیم په موخه تخنیکي همکاري:

هغه ښاري بسونه چې په تېرو وختونو کې د هند، جاپان او نورو هیوادونو له لورې مرسته شوي، او اوس زاړه دي، غوښنته وشوه تر څو بیا ترمیم شي. د افغانستان دا غوښنته هم د ځینو شرایطو په ایښودلو سره چې دواړه لوري یې کولو ته اړباسي ومنل شو . او کاري مهال وېش یې په پام کې ونیول شو .

۴- د وړیا بیې کورونو جوړول :

دا کورونه د هغو راستنېدونکو لپاره چې هیواد ته نوي را درومي، په پام کې نیول شوي.

۵- د معدن ملي انستیتوت جوړول :

د خبرو په ترڅ کې د افغانستان غوښتنه دا وه چې موږ ته یا د معدن پېژندنې انستیتوت جوړ کړئ او یا هم په کال کې ۱۰۰ تنه د دولسمو ټولګیو فارغینو ته د یو کال لپاره روزنه ورکړي.

د کرهنې په برخه کې

د دې پروژو ټولنیز تاثیرات چې په ټول افغانستان کې لیدل شوي، بیا ځلي دواړو لورو خبري پرې وکړې .

۱- فیلوشيپ پروګرام :

فیلوشیپ پروګرام یا د کرهني په برخه کې تحصیلي همکارۍ، تر څو افغانستان وکولای شي د کرهني په سکټور کې له انساني ځواکه بسیا شي . دا غوښتنه هم د هند له لوري ومنل شوه، او ژمنه وشوه چې تر ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ زېږدیز کلونو پوري ، دې موضوع ته هم رسیدګي وکړي.

۲- د پروان د اوبو لګولو پروژه :

د دې پروژې لومړی فاز د پراختیایې بودجې له لاري په بشپړېدا ده او له هند نه غوښنته وشوه چې په دوهم فاز کې یې له افغانستان سره همکاري وکړي.

۳- وړې پروژې له لوړو ټولنیزو تاثیراتو سره:

وړې پراختیایې پروژې (SDPs) چې لوړ ټولنیز تاثیرات لري یو ځل بیا د دواړو لورو د خبرو محراق شوې.

روغتیا سکټور

له روغتونونو سره مرسته،تمویل، او تجهیز یې، د ۳۳ تنه ډاکټرانو روزنه او له افغاني سرې میاشتي ټولني سره همکاري له هغو مواردو څخه وو چې مطرح شول.

پوهنې سکټور

۱- حبیبیې ښوونځی :

حبیبیې لېسه یوه د افغانستان له پخوانیو لېسو څخه ده . پدې لېسه کې اکثریت مشران روزل شوي، که چېري ډېره پاملرنه ورته وشي ، کېدای شی یوه له نمونه یې لېسو څخه و اوسي.

۲- یو کلن سکالرشیپ:

د ۱۲ ټولګيو ۱۰۰۰ تنو فارغینو لپاره په بیلا بیلو برخو کې د یو کلن سکالرشیپ غوښتنه وشوه.

۳- لسانس نه پورته سکالرشیپ :

هند هیواد په کال کې ۱۰۰۰ سکالرشیپه د لسانس دورې لپاره لوړو زده کړو وزارت ته ورکوي ، په دوه ورځنۍ ناسته کې د دې بورسونو د ډېروالي غوښتنه وشوه ، او د ماسترۍ او دوکتورا دورو لپاره د سکالرشیپ په نظر کې نیولو غوښتنه وشوه.

۴- ۵۰۰ سکالرشیپه د شهیدانو د کورنیو او ورثې لپاره :

د وسله وال پوځ د شهیدانو د اولادونو لپاره چې په شرایطو برابر وي، هندوستان هیواد نه د ۵۰۰ بورسونو غوښتنه وشوه.

۵- پوهنتونونو او د کرهنیزو علومو له مرکزونو سره علمي او تخنیکي مرستې.

ښه حکومتولي

۱- د نوي پارلمان د الحاقیې اداري ودانۍ :

مخکې هندوستان هیواد ، د ملي شورا نوې ودانۍ د کابل د دارالامان په سیمه کې چې یوه له لویو ملی پروژو څخه ده، د خپلو بلاعوضه مرستو څخه جوړه کړه. چې د اداري کارونو د پر مخ وړلو لپاره یې په محوطه کې د یوې ودانۍ اړتیا وه، چې د هند له لورې په اصولو کې ومنل شوه.

په ټولو کې دا او ډېری نوري وړاندیز شوې پروژې وې چې د دوه ورځنيو خبرو او ګډ کار د اقتصاد وزارت تر رهبرۍ لاندې تر سره شو، چې دواړه لوري د وړو او ګټورو پراختیایې پروژو په سر، له خبرو وروسته هوکړی ته ورسېدل.

او ټاکل شوې ده د هند دوست هیواد له تخنیکی او حقوقي غور او بررسۍ وروسته وړاندیز شوې پروژې چې ځیني یې د سروې ، ډیزاین او نورې د وړاندیز په حد کې دي تمویل کړي.

د ګډي کمېټې دوهمه ناسته د ډالیو په ورکولو سره په ښه فضا کې پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې د هند او افغانستان د ګډې کمېټې لومړۍ ناسته د دواړو هیوادونو د ګډ پلاوي په ګډون د نوي ډهلي د جواهر لعل نهرو په ودانۍ کې د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د مارچ په ۳ نېټه جوړه شوې وه.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS