افغان مېرمنې د تولید په برخه کې د عالي وړتیاو څخه برخمنې دي.

habibi_admin
Sun, Mar 07 2021 10:23 AM
image

د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي په هغه غونډه کې، چې د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په پار " په اقتصادي چارو کې د ښځو د ګډون" ترسرلیک لاندې جوړه شوې وه؛ په هېواد کې د ښځو د ستونزو په حل او په سوداګریزو چارو باندې خبرې وکړې او وویل: دم ګړی ۵۴ زره مېرمنې په وړو خصوصي تشبثاتو کې بغیر د جواز د نه درلودو په صورت کې فعالیت کوي، او باید د دوی چارې قانوني شي.

هغې په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې افغان مېرمنې د تولید په برخه کې د ښو وړتیاوو څخه برخمنې دې؛ مګر مالي ملاټر نه لري، چې خپل تولیدات وپلوري.

د اقتصاد وزیرې د ښځینه و سوداګرو د عمده ستونزو د لنډې ارزونې سره وویل: دوی پوره پانګوونې ته لاس رسی نه لري، د ځای نه شتون او مارکیټ نه درلودل د مېرمنو له عمدو ستونزو څخه دي. او همدا راز هغوی د نړیوالو او ملي بنسټونو څخه وغوښتل، چې دوی ته دوامداره او بنیادي برنامې جوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال ۲۷۰۰ مېرمنې د هېواد په کچه په قانوني ډول کار کوي او پاتې مېرمنې د بېلابېلو دلایلو له مخې، لکه : د جواز په پروسه کې ځند او د فیس لوړوالی له امله یې تر اوسه جوازونه نه دي اخیستي.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS