د هېواد د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د غیر دولتي موسسو د انسجام په برخه کې د تر سره شويو فعالیتونه ارزونه وکړه.
د غونډې په پیل کې د اقتصاد وزارت د غیر دولتي موسسو د انسجام رییس احمد ریاض صدیقي د یاد ریاست د کړنو د ارزونې، ننګونې او هم د انجوګانو د معلوماتي سیستم د مدیرت په اړه خبرې وکړې. او په هېواد کې یې د غیر دولتي موسسو د چارو د ښه مدیریت لپاره ددې ریاست د نوي تګلارې د جوړښت یادونه وکړه.
وروسته د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د یاد ریاست د کړنو د ښه والي لپاره او د موسسو د معلوماتي سیستم د اړوندو چارو د برېښنایي کېدو او د ښه مدیریت لپاره یې لازم هدایت ورکړل. او د چارو د روڼتیا پر تأمینولو یې ټینګار وکړ، ترڅو خلکو ته د انجوګانو معلومات په دقیق ډول ولږدول شي.
همدارنګه د اقتصاد وزیرې د چارو مسؤلینو ته دنده ورکړه، چې د ۱۴۰۰ ل کال په پسرلي کې د غیر دولتی موسسو د کنفرانس د جوړولو لپاره چمتوالی ونیسي، تر څو د دولت تمویل کوونکو او ګټه پورته کوونکو ترمنځ همغږۍ پیاوړې شي او د لومړیتوبونو او اړتیاو سره سم پراختیایي برنامې پلې شي.