د اقتصاد وزیرې په پرمختیایي سرچینو او اقتصادي ودې په مؤثرې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ

habibi_admin
Wed, Mar 17 2021 8:58 AM
image

۱۳۹۹/ کب/ ۲۷

د اقتصاد وزیرې ډاکټر کریمه حامد فاریابي د کابل ولایت د خلکو سره د حکومت په مشورتي ناستو کې، چې د مالیې وزارت له لوري په لاره اچول شوې، چې په ملي بودیجه کې د دوی اړتیاوې او لومړیتوبونه شامل کړي. او په ضمن کې په پراختیایي سرچینو او اقتصادي پرمختیا کې د اغیز په کارونې یې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اقتصاد وزارت په اقتصادي سرچینو، لکه د شاتوت بند، د کابل ښار کانالیزاسیون، او داسې نورو باندې خپل اقتصادي تحلیل پیل کړی دی.

د یادولو وړ ده، چې د اقتصاد وزارت له لوري د 42 سلنه پروژو بررسي شوې ده، چې په بودیجه کې شاملې دي. د اقتصاد وزارت هڅه کوي، چې په راتلونکي مالي کال کې دا رقم 50 په سلو کې لوړ کړي.

ډاکټر فاريابي د پروژو څخه د ښو پایلو لپاره د دولتي ادارو او عامه همکاریو ترمنځ په همغږۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې حکومت به د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند پر اساس متوازن او دوامداره پراختیا ته توجو وکړي.

په دې ناسته کې د کابل والي محمد یعقوب حیدري د پراختیايي پروژو لپاره په وړاندیزونو او د ننګونو په یادولو سربیره د کابل ولایت د عوایدو په راټولولو هم ټینګار وکړ.

همداراز د مالیې وزارت د ملي بودیجې عمومي رییس سید ناصر احمد په هیواد کې د دندو د رامنځته کولو ، د بیوزلۍ کمولو او پراختیا لپاره د بودیجې په پروسه کې د خلکو ګډون مهم او د ارزښت وړ وباله. له بل لوري د کابل د ولایتي شورا رییس رحیم الله مجاهد په دې ولایت کې د پروژو څخه د نږدې څارنې غوښتنه وکړه.

 

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS