د اقتصاد وزیر ډاکټر کریمه حامد فاریابی د زابل ولایت له والي او وکیلانو سره وکتل

habibi_admin
Sun, Mar 28 2021 2:45 PM
image

نن له غرمې وړاندې د هیواد د اقتصاد وزیرې د زابل ولایت له والي احمد ګل رسولي او په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي زهرا توخي او عبدالقادر قلاتوال سره وکتل.

په دې لیدنه کې د زابل ولایت په اقتصادي وضعیت، د موسساتو د فعالیت په څرنګوالي او په دې ولایت کې د پروژو په پلي کېدو باندې خبرې وشوې او په پراختیایي پروژو کې همدارنګه د موسساتو په فعالیت کې باید زابل ولایت ته لازمه پاملرنه وشي.

همدارنګه په غونډه کې د ولسي جرګې استازو هم په زابل ولایت کې د ټولنیزو او اقتصادي ننګونو، د اقتصادي او پراختیایي پروژو د پلي کېدو په لاره کې په شته ستونزو خبرې وکړې او همداراز ددې ولایت خلکو ته د لومړنیو توکو او اړتیاو چمتو کولو به برخه کې د حکومت د مشرتابه توجو وغوښته.

د اقتصاد وزیرې په دې غونډه کې په زابل ولایت کې د پراختیایي او اقتصادي پروژو د پلي کولو په برخه کې د خلکو د اساسي لومړیتوبونو او اړتیاو سره سم د وزارت د ګړندیو کوښښونو ژمنه وکړه.

همدارنګه ډاکټر فاریابي په دې لیدنه کې د ثبات او خوځښت د کال په یادولو سره د حکومت د اقتصادي او پراختیایي سرچینو د موثرې استفادې لپاره د حکومت د پاملرنې ډاډ ورکړ.

.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS