د اطلاعاتو راټولو او د ساحوي څارنې په وخت کې د ټکنالوژیکي وسایلو په استعمال ټینګار؛

habibi_admin
Wed, Apr 21 2021 10:05 AM
image

افغانستان ـ اقتصاد وزارت: د اقتصاد وزارت د رهبرۍ درویشتمه غونډه د ارزونې، څارنې او عامه اړیکو(MEC) برنامه دافغانستان سره د المان همکارۍ اداره(GIZ) تر سیوري لاندې جوړه شوه.

دواړو لوریو په بنسټیزو او د ظرفیت جوړونې، څارنې او ارزونې په پیاوړتیا او همدا راز د اقتصاد وزارت او GIZ پر بنسټیزو موخو بحث وکړ.

په دې ناسته کې ۸۰ عدده ټابلیټونه ( SAMSUNG GALAXY) او نور اړوند ټیکنالوژۍ او د دفتر تجهیزات اقتصاد وزارت ته د آلمان د همکاریو د دفتر (GIZ) له لوري وسپارل شول.

د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او مسلکي معین محمد نبي سروش په دې برخه کې یادونه وکړه :

د ساحوي څارنې او اطلاعاتو راټولولو لپاره د تخنیکي وسایلو درلودل د دولتي ادارو لپاره په ځانګړي توګه د اقتصاد وزارت لپاره اړین ځکه دي، چې د ساحې څارنه ترسره کوي او د ملي پرمختیایي برنامو د پرمختګ راپورونه ورکوي. هغه زیاته کړه، چې د څارنې ، ارزونې او عامه اړیکو برنامه (MEC) همکاري د اقتصاد وزارت په سټراټیژیک پلان کې انعکاس مومي، چې د وزارت د اهدافو او ژمنتیاو په ترلاسه کولو کې کلیدي او مهم رول لوبوي.

موږ ژمن یو، چې د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د موسسو د څارنې او ارزونې ظرفیت ته وده ورکولو کې ملاتړ ته دوام ورکړو. د څارنې ، ارزونې او عامه اړیکو برنامې (MEC) رییس دیټرګویفرټ وویل: "موږ ژمن یو چې د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د هغې د ادارې نظارت او ارزونې ظرفیت لوړولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکو.

Latest news

Tue, Sep 12 2023 3:40 PM
Background image

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy

The fifth assembly of the Supreme Transport Commission was held under the chairmanship of Alhaj Qari Din Mohammad "Hanif", Acting Minister of Economy, with the participation of the. . .

BACK TO NEWS